کرېکټ: کېنيا افغانستان ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه

افغانستان
Image caption که افغانستان دغه لوبه وګټي نو مخامخ به د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوال جام ته لار ومومي.

د کېنيا د کرېکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په دویمه يو ورځنۍ لوبه کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر د ۹۴ منډو هدف وټاکله.

نن پچه افغانستان وګټله او د کېنيا لوبډلې ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

افغان بالرانو حميد حسن او شاپور ځدراڼ د لوبې له پيله پر کېنيايي توپ وهونکو د سختو توپونو ګوزارونه پيل کړل.

دوی کينيايي توپ وهوونکي زياتو منډو کولو ته پرېنښودل او هغه مهال چې کينيا ايله اووه منډې کړې وې، دوه لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

د دريم کينيايي لوبغاړي له سوځېدو ووسته کينيايي توپ وهونکو لوبه وساتله او تر يوه بريد يې د افغان بالرانو مقابله وکړه.

د کينيا له لوري د کپتان مرستيال اوما تر ټولو ښه وځلېد او ۳۹ منډې يې وکړې. بل لوبغاړی اګا و، چې د افغان توپ وهونکو پر وړاندې يې مقابله وکړه.

نورو لوبغاړو ونه شو کړای، چې ان له لسو ډېرې منډې وکړي.

افغان توپ اچوونکو د کېنيا دوه لوبغاړي په صفر او دوه نور د يوې، يوې منډې په کولو وسوځول.

خو حمزه هوتک، کپتان محمد نبي او تېز بالر حميد حسن دغه شراکت مات کړ او يو پر بل پسې يې کېنيايي لوبغاړي وسوځول.

لومړۍ ۵۰ اووريزه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د عرب امارتو په شارجه لوبغالي کې له کېنيا نه د دوو يو ورځنيو لوبو لومړنۍ هغه په اتو ويکټو وګټله.

د افغانستان له لوري د لوبې پیل نوروز منګل او شهزاد محمدي وکړ او يو ډېر ښه پيل يې د افغانستان لپاره درلود.

نوروز منګل په يوازې سر چې تر اخره ونه سوځېد ۵۲ منډې وکړې او شهزاد محمدي په ۳۳ منډو وسوځېد.

Image caption افغانستان له کېنيا سره څلور لوبې کوي

افغانستان د کېنيا له لوري ورکړای شوی د ۹۰ منډو هدف يوازې په ۱۸ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سر بشپړ کړ.

کينيا لومړی پچه يا ټاس وګاټه او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې د کرېکټ د پوهانو په خبره ښه ثابته نه شوه.

د کېنيا کرېکټ لوبډلې په خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې په نژدې ۳۶ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سر ايله ۸۹ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکو له لومړي سره کېنيايي توپ وهوونکي تر خپلو بريدونو لاندې راوستل او يو پر بل پسې يې وسوځول.

افغان توپ اچوونکي يا بالر حميد حسن څلور کېنيايي لوبغاړي او شاپور ځدراڼ دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

سميع الله شينواري هم دوه کينيايي لوبغاړي وسوځول.

لومړۍ ۲۰ اووريزه

افغانستان له کېنيا سره خپله لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه د څلورو لوبغاړو په بايللو په ۱۰۶ منډو وګټله.

د متحده عرب اماراتو شارقه/شارجه کې د دوشنبې (سپتمبر ۳۰ مې) لوبه کې افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ او په ټولو ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدا او د ۱۶۲ منډو په جوړولو کېنيا ته د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

خو د کېنيا لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې په ټولټال ۵۶ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د افغان لوبډلې پر وړاندې يې ماته وخوړه.

په افغان لوبډله کې اصغر ستانکزي۴۳، سميع الله شينواري ۳۹، محمد شهزاد ۳۶ او محمد نبي ۲۶ منډې وکړې.

ورته مطالب