شاهین اسمايي د افغان پریمیر لیګ پایلوبه وګټله

Image caption له هر زون څخه ۲۶ لوبغاړي سیمه ییز پریمیر لیګ ته لاره وموندله.

د افغان فوټبال پریمیر لیګ د پایلوبې سیالي نن ( جمعه ۱۱ اکتوبر ) شاخوا ماسپښین دوې بجې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوه.

لوبه د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز، فوټبال لوبډلو تر منځ پیل شوه.

شاهین اسمايي د پلازمېنې کابل او سیمرغ البرز د افغانستان د شمالي ولایتونو اړوند لوبډلې دي، چې د افغانستان په کچه د اتلولۍ ګټلو لپاره د لوبې ډګر کې له یوه بل سره مخامخ شوې.

د دغې سیالۍ ګټونکې لوبډلې ته ۷۵۰ زره افغانۍ ( نژدې ۱۵ زره امریکايي ډالر) د جایزې په توګه ورکول کېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې د شپږ زره کسانو د کېناستو ګنجایش دی، چې د لوبې پیل کېدو پر مهال یې ټولې چوکۍ له نندارچیانو ډکې وې.

شاهین اسمايي لوبډلې د لوېدېځ افغانستان له توپان هریرود لوبډلې سره د سیالۍ پر مهال د صفر په مقابل کې په دریو ګولونو پایلوبې ته لار وموندله.

سیمرغ البرز لوبډلې دغه راز پایلوبې ته د لار موندلو لپاره عقابان هندوکش لوبډله له خپلې مخې لره کړه.

د لوبې سترګو لیدلی حال، لمر، طلوع، اراکوزیا او ارمان خصوصي راډیو ګانو او ټلویزیونو په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

د لوبې له پیله وړاندې افغان سندرغاړي په ژوندۍ بڼه د موسیقي وړاندې کولو لپاره د لوبې ډګر ته کوز شول.

د لوبې په شپږمه دقیقه کې د شاهین اسمايي لوبډلې د سیمرغ البرز خلاف ګول تر سره کړ، خو دغه ګول افسایډ وبلل شو او د لوبې لومړۍ نیمايي برخه د دواړو لوریو لخوا بې ګوله پای ته ورسېده.

دلوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو د یوه بل خلاف یرغلونه وکړل، خو تر ډېره حده توپ د شاهین اسمايي لوبډلې د لوبغاړو په واک کې و.

د البرز لوبډلې د دفاعي کرښې د اشتباه له کبله د شاهین اسمايي لوبغاړي حشمت الله بارکزي دلوبې په ۵۲ دقیقه کې توپ د البرز لوبډلې هدف ته ورساوه.

په ۹۰ دقیقه کې د فیاض عزیزي په لوړ پاس، د سیمرغ البرز لوبډلې حمیدیوسفزی وتوانېد د شاهین اسمايي خلاف ګول وکړي او لوبه د یوه مقابل کې په یوه ګول برابره کړي.

له دې وروسته لوبه اضافي وخت ته وغځېده. په ۹۲ دقیقه کې د البرز لوبډلې محمود ازاد تر لاسه کړې پنالټي په ګول بدله کړه.

شاهین اسمايي لوبډلې د یوه ګول په مقابل کې په دریو ګولونو دغه سیالي وګټله او د افغان پریمیر لیګ سیالیو اتلان شول.

د دغې لوبډلې له لورې په ۵۲، ۹۳ او ۱۰۴ دقیقو کې د حشمت الله بارکزي او محمود ازاد له لوري ګولونه تر سره شول. دغه راز البرز لوبډلې د شاهین خلاف په ۹۰ دقیقه کې ګول تر سره کړ.

د تېر په څېر د لوبغاړو د ټاکنو او افغان برتر لیګ سیالیو دویمې لړۍ لوبې د ثور له ۲۰ راهیسې پیل شوې. پروسږ کال د لوبډلو ټاکنې لړۍ د فوټبال معیارونو بنسټ پر ځای د ټلویزیوني نندارو په بڼه سر ته ورسېده.

خو سږ کال دغه لړۍ کې پام وړ پرمختګ رامنځ ته شو او د فوټبال فدراسیون مسوولینو د هر زون لوبډلو لوبغاړي له څلور په شپږو لوبډلو ووېشل.

وروسته د هر زون د لوبډلو تر منځ سیالۍ وشوې او په پای کې له هر زون څخه ۲۶ لوبغاړي سیمه ییز پریمیر لیګ ته لاره وموندله.