افغان کرېکټ لوبډله نن بېرته هېواد ته ستنېږي

Image caption د افغانستان کرېکټ لوبډلې له کېنيا نه د پنځو لوبو له ډلې څلور لوبې وګټلې او وروستۍ هغه يې بايلوده

د افغانستان کرېکټ لوبډله چې په عرب متحد اماراتو کې يې د دوو يو ورځنۍ لوبو په ګټلو ځان د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لوبو ته ووېست، نن بېرته افغانستان ته ورستنېږي.

د عرب اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کېنيا کرېکټ لوبډلې افغان لوبډلې ته د پنځو لوبو په وروستۍ هغې کې، چې ۲۰ اووريزه وه، په ۳۴ منډو ماتې ورکړه.

د کېنيا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې دا پرېکړه يې ډېره ښه وخته.

کېنيايي لوبډله دا ځل هغسې نه برېښېده، لکه چې مخکې يې د افغانستان پر وړاندې څلور پرله پسې لوبې بايلودې.

د تمې خلاف کېنيايي توپ وهونکو/ بېټسمينانو له هماغه اوله بريدګره لوبه پيل کړه او د افغانستان دوه تېز بالران شاپور ځدارڼ او حميد حسن يې وټکول.

هغه مهال چې ۱۰ اووره پوره شوي و، نو کېنيا ۱۰۰ منډې لرلې چې ان دوی په مخکنيو ۵۰ اووريزو منډو کې هم دومره منډې نه وې کړې.

دوی د تېرو لوبو په توپير داسې لوبه وکړه، چې افغان لوبغاړي او ډېر نور يې حيران کړل.

په دغه لوبه کې د کېنيا کپتان په ذمه وارۍ لوبه وکړه، او په یوازې سر یې ۶۰ منډې جوړې کړې، چې د شلم اوور په وروستي توپ حميد حسن وسوځاوه.

هغه مهال چې په ۱۰ اوورونو کې ۱۰۰ منډې وې، نو داسې اټکل کېده چې ښايي کېنيايي لوبډله افغانستان ته د شاوخوا ۱۸۰ منډو هدف وټاکي.

خو وروسته کپتان نبي عيسی خيل سپېن/ ورو بالران وازمايل چې پايله يې هم خورا ښه وه، او د منډو اوسط يې په اوور کې له ۱۰ پنځو ته راښکته کړ.

په دې توګه کېنيا وتوانېده د څلورو لوبغاړو د سوځېدو پر سر افغانستان ته د ۱۵۰ منډو جوړلو هدف وټاکي.

Image caption افغان لوبډلې وکړای شول، چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لار پيدا کړي

حميد حسن، سميع الله شينواري، حمزه هوتک او کريم صادق يو، يو کېنيايي لوبغاړي وسوځول.

د توپ او بېټ مقابله

که څه هم د شارجې دغه پيچ / میدان د منډو جوړلو لپاره جوړ شوی او افغان لوبډلې هم ښه بېټنګ درلود، نو په لومړي سر کې د دغه هدف ترلاسه کول افغان لوبډلې ته اسانه برېښېدل.

خو کېنيايي بالرانو افغان توپ وهونکي د خپلې خوښې شاټونو وهلو ته پرېنښودل او يو پر بل پسې يي وسوځول.

نوروز منګل، شهزاد محمدي او اصغر ستانکزی هغه افغان توپ وهونکي وو، چې تر يوه بريده يې د کېنيايي بالرانو مقابله کوله.

نوروز منګل ۳۵ ډېرې تېزې منډې وکړې چې دوه شپېږېزې هم په کې وې او دا هیلې يې را ژوندۍ کړې چې افغان لوبډله کولی شي دغه هدف په اسانۍ پوره کړي.

خو نوموړی په يوه داسې شاټ د لانګ ان په پوزيشن کې کېچ اوټ شو، چې بايد په آف لوري يې لوبولی وای.

له ده وروسته د افغانستان ډېره تکيه پر محمد نبي عيسی خيل، اصغر ستانکزي او سميع الله شينواري وه، خو کېنيايي بالرانو پرېنښودل چې پر خپله خوښه شاټونه ووهي.

د کېنيا د تېزو بالرانو پرتله سپېن يا ورو بالرانو ښه لوبه وکړه او افغان توپ وهوونکي يې يو پر بل پسې وسوځول او په دې توګه يې لوبه پخپله ګټه پاي ته ورسوله.

افغانستان ټولټال ۱۱۵ منډې وکړې.

افغانستان له کېنيا سره د سياليو په دغه لړۍ کې دوه ۲۰ اووريزې، دوه يو ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبې وکړې.

افغان لوبډلې په دوه يو ورځنيو لوبو کې کېنيا په ماتې ورکولو ځان د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام ته ووېست، چې په اسټراليا او نوي زيلاند کې کېدونکی دی.

ورته مطالب