کرېکټ: هند د استراليا د ۳۶۰ منډو هدف پوره کړی

هندي لوبډله
Image caption هندي لوبغاړو د ۳۶۰ منډو هدف پوره کولو لپاره تېز بېټنګ پيل کړ او دوو لوبغاړو يې سليزې بشپړې کړې

په جېپور کې د هند کريکټ لوبډلې د استراليا د ۳۶۰ منډو هدف پوره کړ، او د اوو لوبو دغه لړۍ يې يو په يو مساوي کړه.

د هند لوبډلې د ۳۶۰ منډو هدف يوازې د يوه لوبغاړي په سوځېدو په ۴۳ اوورونو کې پوره کړ او يوه بې سارې لوبه يې وکړه.

هندي لوبغاړو ورات کوهلي او روهيت شرما سليزې ووهلې او دواړه د لوبې تر پايه ونه سوځېدل.

د هند له لوري يوازنی سوځېدلی لوبغاړی شيکر دهون و، چې هغه هم ۹۵ منډې وکړې، او له سليزې يوازې پنځه منډې لرې و.

هندي توپ وهوونکو د ۳۶۰ منډو هدف پوره کولو لپاره تېز بېټنګ پيل کړ.

ورات کوهلي يوازې په ۵۲ توپونو خپله سليزه بشپړه کړه، هغه په خپل اننګز کې ۷ شپږيزې او ۹ څلوريزې ووهلې.

ورات کوهلي د هند لپاره تر ټولو چټکه سليزه ووهله او د ورېندر سهواګ ريکارډ يې مات کړ.

په نړيواله کچه د تر ټولو تېزې سليزې ریکارډ د پاکستان له شاهد اپريدي سره ده، هغه د سريلانکا پر وړاندې يوازې په ۳۲ توپونو سليزه وهلې ده.

رويت شرما په ۱۰۲ توپونو خپله سليزه بشپړه کړه او خپلې منډې يې ۱۴۶ ته ورسولې.

۵ پنځوسېزي

شرما د استراليايي بالرانو ښه مقابله وکړه او د ۱۴۶ منډو پر مهال يې ۱۷ څلوريزې او ۴ شپږيزې ووهلې.

Image caption ورات کوهلي او رويت شرما دواړو سليزې ووهلې او ونه سوځېدل

شیکر دهون چې په ۹۵ منډو وسوځېد بخت يې ياري ورسره وکړه او يو ځل يې له وېکټ ساتونکي اسانه کېچ ولوېد.

دا په خپل ذات کې يوه بېسارې لوبه وه.

په دغه لوبه کې د استراليا لومړيو پنځو توپ وهوونکو/ بېټسمينانو نيمه سليزې ووهلې او په نړۍ کې يې يو ريکارډ جوړ کړ.

دا لومړی ځل دی چې د يوې لوبډلې پنځه لومړني لوبغاړي دې په يوه لوبه کې پنځوسيزې يا له ۵۰ زياتې منډې وکړي.

استراليا د جارج بيلي د ۹۲ منډو په برکت چې يوازې په ۵۰ توپونو يې وکړې، هند ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.

د استراليا له لوري فنچ، هيوز، واټس، بيلي او ميکس ويل نيمه سليزې ووهلې.

استراليا پچه ګټلې وه او لومړی يې د بېټنګ کولو پرېکړه کړې وه، چې توپ وهوونکو سمه ثابته کړه.

د استراليا او هند ترمنځ د اوو يو ورځنۍ لوبو لومړۍ هغه يې په پونې کې شوې وه، چې استراليا په ۷۲ منډو ګټلې وه.

استراليا تر دې وړاندې دوه ځله له هند سره د اوو يو ورځنيو لوبو سيالۍ کړي او دواړه يې ګټلې دي.

ورته مطالب