پاکستان له جنوبي افريقا ټېسټ لوبه ګټلې ده

پاکستان
Image caption د پاکستان ورو توپ اچوونکي سعيد اجمل په دغه لوبه کې د جنوبي افريقا ۶ لوبغاړي وسوځول

په عرب اماراتو کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې د جنوبي افريقا پياوړې لوبډلې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او د دوو پنځه ورځنيو کرېکټ سياليو لومړنۍ هغه يې وګټله.

د دغې پنځه ورځنۍ/ ټېسټ لوبې پچه د جنوبي افريقا لوبډلې وګتله او لومړی د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

جنوبي افريقا په خپله لومړۍ پاڼۍ/ اننګز کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۲۴۹ منډې وکړې.

پاکستاني توپ اچوونکو/ بالرانو، ذوالفقار او محمد عرفان درې، درې مخالف لوبغاړي وسوځول او سعيد اجمل د جنوبي افريقا دوه لوبغاړي وسوځول.

ورپسې پاکستان خپل لومړی اننګز پيل کړی او په ۱۳۸ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو پر سر ۴۴۲ منډې وکړې.

پاکستان د منظور او کپتان مصباح الحق د سليزو په برکت دغه هدف ته ورسېد.

په دې توګه پاکستان په لومړي اننګز کې له جنوبي افريقا نه ۱۹۲ منډې مخکې شو.

په ټېسټ لوبه کې دود دا دی چې هره لوبډله په لومړي اننګز کې ډېرې منډې وکړي، بله لوبډله به لومړی هغه پوره کوي او بيا به نورې اضافي منډې چې څومره کولای شي، کوي.

خو د جنوبي افريقا لوبډله په دويم اننګز/ پاڼۍ کې هم ډېره ونه ځلېده او ټول لوبغاړي يې په ۲۳۲ منډو وسوځېدل.

پاکستاني بالرانو جنېد خان درې او سپېن/ ورو بالر سعيد اجمل د جنوبي افریقا څلور لوبغاړي وسوځول.

پاکستان چې په لومړي اننګز کې ۴۴۲ منډې کړې وې، اوس ورته يوازې د ۴۰ منډو کولو ضرورت و، چې پاکستان د دریو لوبغاړو په له لاسه ورکولو دغه هدف پوره کړ.

حيرانوونکې لوبډله

د پاکستان کرېکټ لوبډله داسې يوه لوبډله ده، چې کله د زمبابوې په څېر په يوه کمزوري ټيم چې په نړيواله درجه بندي کې تر ټولو ښکته دی لوبه بايلي، او کله بيا د نړۍ لومړی لمبر لوبډله ماتوي.

تېر کال په متحد عرب اماتو کې د نړۍ د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړي هېواد انګلستان هم له پاکستان نه ماتې وخوړه، او نن يې جنوبي افريقا حيرانه کړه.

پاکستان څو اوونۍ وړاندې د زمبابوې پر لوبډلې ټېسټ لوبه، بايلوده چې دې پاکستانيان سخت په غوصه کړل.

خو د جنوبي افريقا پر وړاندې لوبې يې وښوده، چې پاکستان دومره هم کمزوری نه دی، چې هره لوبډله دې ماتې ورکړي.

ورته مطالب