استراليا دريمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه له هنده ګټلې

Image caption د هند کپتان ماهندر سنګه دهوني په يوازې سر ۱۳۹ منډې وکړې

د هند په موهالي کې د هند او اسټراليا تر منځ دريمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه استراليا په څلورو وېکټو وګټله.

استراليا او هند په دغو سياليو کې اووه يو ورځنۍ لوبې کوي، چې دوه يې تر اوسه استراليا او يوه يې هند ګټلې ده.

استراليا پچه وګټله او لومړی يې هند ته د بېټنګ کولو بلنه ورکړه. هند استراليا ته د ۳۰۴ منډو هدف وټاکه.

د هند د لوبې پيل چندانې ښه نه، او له کوهلي او دهوني پرته بل هېڅ لوبغاړي له ۵۰ زياتې منډې ونه کړې.

د هند کرېکټ لوبډلې کپتان ماهندر سنګه دهوني يوازنی لوبغاړی و، چې د استراليايي بالرانو پر وړاندې سخته مقابله وکړه او په يوازې سر يې ۱۳۹ منډې وکړې.

ماهندر دوني په خپل اننګز کې ۱۲ څلوريزې او پنځه شپږيزې ووهلې. کوهلي په ۷۳ توپونو ۶۸ منډې وکړې او دواړو لوبغاړو د هند منډې ۳۰۳ ته ورسولې.

د استراليا له لوري ميچل جانسن څلور هندي لوبغاړي وسوځول.

استراليا د ۳۰۴ منډو د هدف ترلاسه کولو لپاره ښه لوبه پيل کړه، خو لوبغاړي وخت په وخت سوځېدل او داسې برېښېده چې هند به دغه لوبه په اسانۍ وګټي.

هغه وخت چې د استراليا منډې ۲۱۳ وې، د استراليا د سر سر شپږ لوبغاړي سوځېدلي وو.

پر همدې وخت کې جيمز فالکر چې په اتم لمبر لوبه وکړه ډېره تېز بېټنګ وکړ، او په ۲۹ توپونو يې ۶۴ منډې وکړې. جميز فالکر شپږ، شپږېزې او دوه څلوريزې ووهلې.

دويمه لوبه

په جېپور کې د هند کريکټ لوبډلې د استراليا د ۳۶۰ منډو هدف پوره کړ، او د اوو لوبو دغه لړۍ يې يو په يو مساوي کړه.

د هند لوبډلې د ۳۶۰ منډو هدف يوازې د يوه لوبغاړي په سوځېدو په ۴۳ اوورونو کې پوره کړ او يوه بې سارې لوبه يې وکړه.

هندي لوبغاړو ورات کوهلي او روهيت شرما سليزې ووهلې او دواړه د لوبې تر پايه ونه سوځېدل.

د هند له لوري يوازنی سوځېدلی لوبغاړی شيکر دهون و، چې هغه هم ۹۵ منډې وکړې، او له سليزې يوازې پنځه منډې لرې و.

ورته مطالب