نور علي ځدراڼ کرېکټ لوبډلې ته ستون شو

نور علي
Image caption نور علي ځدراڼ دا ډيره موده جوړ نه و او ايله اوس لوبې ته ستون شوى دى

د افغانستان کرېکټ بورډ د ٢٠١٤ کال نړيوالو شل اورېزو اتلوليو ته د غوراوي لپاره کېدونکو لوبو ته لوبډله اعلان کړې ده.

په دې لوبډله کې وروسته له ډېر وخته نور علي ځدراڼ ځاى موندلى دى.

نور علي ځدراڼ چې په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې يې په ٢٠١٠ کال کې له هند سره په لوبه کې ٥٠ منډې کړې وې دا ډېر وخت د ناروغيو له امله له لوبې ليرې و.

په لوبډله کې ځوان ويکټ ساتونکى افسر ځاځى او کيڼ لاسى منډه جوړونکى نجيب ځدراڼ هم شامل دي.

نوره لوبډله تر ډېره له هغو لوبغاړو جوړه ده چې دا څو کلونه کېږي چې لوبه کوي او ښه تجربه لري.

د لوبډلې کپتاني نبي عيسى خېل کوي او مرستيال يې شهزاد محمدي دى.

نوروز منگل، کريم صادق، شفيق الله شفق او گلبدين نايب به د پام وړ منډه جوړونکي وي.

په بالرانو کې حميد حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، سميع الله شينوارى، حمزه هوتک او ميرويس اشرف شته.

افغان لوبډله به د روان کال د نومبر په لومړیو کې د متحده عربي اماراتو په لوري خوځي او دغه سیالۍ به د نومبر له ۱۵ نیټې څخه تر ۳۰ نیټې پورې دوام مومي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد وايي لوبډله يې ښه چمتووالي لري.

افغانستان د ٢٠١٠ او ٢٠١٢ کال په شل اورېزو نړيوالو اتلوليو کې برخه درلوده چې له هند، سويلي افريقا او انگلستان سره يې په کې لوبې وکړې.

که څه هم افغانستان په دغو څلورو لوبو کې يوه ونه گټله خو له هند او سويلي افريقا سره يې لوبې د پام وړ وبلل شوې.

د ٢٠١٤ کال شل اورېزو اتلوليو ته شپږ لوبډلې غوره کېږي چې هغه به بيا د غوراوي په يوه بل پړاو کې له زمبابوې او بنگله ديش سره مخامخ وي او د هغو اتو لوبډلو له ډلې به دوه له اتو نورو پياوړو هېوادونو سره بخت ازمويي.

ورته مطالب