کرېکټ: هند او جنوبي افريقا خپل سیالان مات کړي

Image caption د استراليا کپتان جورج بيلي د هند پر خلاف ۱۵۶ منډې وکړې

د هند په ناګ پور کې په شپږمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې هند اسټراليا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او د اوو يو ورځنۍ لوبو د لړۍ دوه، دوه لوبې هرې لوبډلې ګټلې دي.

دا د هند او استراليا ترمنځ شپږمه یو ورځنۍ لوبه وه. څلورمه او پنځمه لوبه د باران له امله نه دي شوي.

هند د لوبې پچه وګټله او لومړی يې استراليا ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

استراليا د شپږو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۳۵۰ منډې وکړې او هند ته يې د ګټلو لپاره د ۳۵۱ منډو ستونزمن هدف وټاکه.

د استراليا کپتان جارج بيلي سليزه ووهله او د شپږو شپږيزو او ۱۳ څلوريزو پر مټ يې ۱۵۶ منډې وکړې.

د هند له لوري د لوبې پيل روهت شرما او شکهر دهون په زړه پورې لوبې وکړ.

روهت شرما ۷۹ منډې وکړې، وسوځېد، خو شکهر دهون سليزه ووهله، ده په ۱۰۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او وسوځېد.

د هند د بري بنسټ که څه هم د پيل دوو لوبغاړو/ اوپنرانو کېښود، خو د ویرات کوهلي په زړه پورې سليزې يو ځلې وکړای شو هند بري ته ورسوي او د ۳۵۰ منډو ستر ته ورسېږي.

Image caption د پاکستان له لوري احمد شهزاد له پنځوسو ډېرې منډې وکړې

د سياليو په دغه لړۍ کې دا د کوهلي دويمه سليزه ده.

ويرات کوهلي په ۶۶ توپونو ۱۱۵ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد.

پاکستان او جنوبي افريقا

جنوبي افريقا د متحد اماراتو په شارجه لوبغالي کې له پاکستان نه د پنځو يو ورځنيو لوبو لومړۍ هغه په یوه منډه وګټله.

جنوبي افريقا لومړی لوبه وکړه او د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۱۸۳ منډې وکړې او پاکستان ته يې د ۸۴ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له لوري احمد شهزاد يوازنی توپ وهونکی/ بېټسمين و چې له پنځوسو ډېرې منډې يې وکړې.

شاهد اپريدي چې د جنوبي افريقا درې لوبغاړي سوځولي و، يوازې نهه منډې وکړې.

د پاکستان وروستۍ لوبغاړی محمد عرفان چې د دوو منډو په کولو وسوځېد او دغه وخت د پاکستان منډې ۱۸۲ وې.

ورته مطالب