افغانستان په رګبي لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه

Image caption رګبي په افغانستان کې نوې لوبه ده خو فدراسیون یې وايي مستعد لوبغاړي لري.

رګبي په افغانستان کې خورا نوې لوبه ده خو لوبغاړي او فدراسیون یې وايي چې مستعد لوبغاړي لري.

تر اوسه د دوی دغه خبره په عمل کې سپینه شوې نه وه، خو د جمعې په ورځ( د نومبرلومړۍ) افغان رګبي لوبغاړو په نړیوال ډګر کې بالاخر خپله وړتیا وښووله.

د ورځې پيل د هیلې وړ و خو په ماتې تمام شو.

د اووه کسیزو لوبډلو په دغه سیالۍ کې چې د دوبۍ د سوینز په رګبي لوبغالي کې ترسره کیږي افغانستان لومړی له ایران سره مخامخ و.

لوبه خورا په زړه پورې وه او دواړو لوریو ښه سیالي وکړه.

خو پایله د لا ډيرې تجربې لرونکې لوبډلې په برخه شوه.

ایران د افغانستان د لوبډلې د ۱۲ پواینټونو په ځواب کې ۱۷ ترلاسه کړل او د رګبي لوبې په حساب یې په مټ کې بری وموند.

دویمه لوبه دوه ساعته وروسته له کوربه او لا تجربه لرونکې لوبډلې سره وشوه.

متحد عرب امارات ښه لوبغاړي او ښې اسانتیاوې لري.

خو افغان لوبغاړي داسې ورسره ولوبېدل لکه شرایط چې د دواړو غاړو سره بدل شوي وي.

افغانستان په دې لوبه کې ۳۱ صفر بریالی شو.

دا د رګبي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لومړنی بریالیتوب دی.

په افغانستان کې کرېکټ، فوټبال او باسکېټبال هغه ډله ییزې لوبې دي چې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان په کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د رګبي افغان لوبغاړي وايي هوډمن دي چې دوی به هم ډير ژر هېواد ته د کوم جام په پورته کولو ستنیږي.

دغه هيله یې ښايي لا تر وخت وړاندې وي خو لومړنی بری یې د پام وړ دی.

ورته مطالب