ویټل د ابو ظبۍ فورموله ۱ جایزه وګټله

ویټل
Image caption دا د ویټل لپاره اوومه پرله پسې بریا ده.

د ابو ظبۍ د فورموله ‍۱ موټر ځغلونې سیالۍ جرمني موټرځلغوونکي ویټل وګټله.

دغه سیالي د یاس مارینا پر تپې د تېرې یکشنبې په ورځ وشوه.

دا د موټر ځغلونې د نړیوالې سیالۍ اوولسم پړاو و.

د ریډ بل رینو استرالیایی ملګری مارک ویبر د سیالۍ له لومړۍ کرښې ووت، خو دویم مقام يې خپل کړ.

ویټل وکړای شو چې تر ویبر مخکې شي.

دا د ویټل لپاره اووم ځل پرله پسې بریا ده.

تر دویم مقام وروسته درېیم مقام جرمني نیکو روزبرګ او د مرسیډیز موټروان خپل کړ .

۳۶ کلن ویټل تېره اونۍ هم د هند سیالۍ ګټلې وه.

دا د موټرځغلونې په تاریخ کې لومړی کوچنی موټرځغلوونکی دی، چې څلور ځلې پرله پسې اتلولي ګټي.

ویټل له ۳۸ کلن فرانسوي الن بروسټ سره څلور ځلې په نړیوالو سیالیو کې مساوي شوی دی.

ورته مطالب