د انگلستان مخکښ فوټبال ليگ کې چلسي ماتې وخوړه

چلسي
Image caption چلسي له نيوکاستل څخه دوه صفر لوبه وبايلله

د انگلستان د فوټبال په مخکښه ليگ يا پرېمېرشيپ کې له ١٠ لوبو وروسته د شمالي لندن کلب ارسنل لا هم تر ټولو وړاندې دى.

ارسنل خپل تر ټولو نژدې سيال لېورپول ته چې په دويم مقام کې و دوه صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه خورا تېزه پيل شوه.

لېورپول د يوراگوايي لوبغاړي لويس سواريز په لرلو په تېرو څو لوبو کې خورا ښه لوبه کړې وه.

د لندن په شمال کې هم د لوبې پيل د لېورپول په گټه و او تر ډېره توپ له لېورپول سره و.

خو د لوبې په ١٩ مه دقيقه کې د ارسنل فرانسوي لوبغاږي سگنا له ښي اړخه توپ د ډي په لور وويشت.

هلته اسپانيايي لوبغاړى سنتا کزورلا په سر توپ وويشت او د لېورپول د گول کيڼه ستن يې وخوځوله.

توپ بيرته ډظ کرښې ته راغى او کزورلا په ښۍ پخه توپ تر جاله ورساوه.

له دې گول وروسته ارسنل پرله پسې بريدونه وکړل.

د اسرنل لوبډله د لوبغالي په منځ کې د منځډگرو لوبغاړو په قوت وچلېده او لېورپول يې تر ډېره له توپه محرومه کړ خو بل گول يې ونه کړ.

د لوبې په دويمه برخه کې ارسنل دوه ښه چانسونه له لاسه ورکړل او لېورپول هم برلاسۍ ته هڅې گړندۍ کړې.

سواريس د ارسنل د گول ښۍ ستن وښوروله او يو بل چانس يې هم ضايع کړ.

بل لور ته د ارسنل منځډگري لوبغاړي رمزي د ډي له کرښې دباندې شوټ وکړ او د خپلې لوبډلې دويم گول يې ترسره کړ.

په دې بري ارسنل د ٣٨ لوبو د لېگ له ١٠ لوبو وروسته د ٢٥ پواينټونو په لرلو تر ټولو وړاندې دى.

د لندن بل کلب چلسي له نيوکاسټل څخه دوه صفر وبايلله.

چلسي اوس تر ارسنل پنځه پواينټه شاته دى خو لا هم په دويم مقام پاتې دى ځکه چې لېورپول تر دوى لږ گولونه کړي دي.

په څلورم نمبر د شمالي لندن ټاټنهم پاتې شوهغوى له ايورټن سره لوبه بې له کومه گوله مساوي ختمه کړه.

د تير کال اتل مانچستر يونايتيډ د لندن فولهم ته درې يو ماتې ورکړه او مانچستر سټي بيا نارويچ ته اووه گولونه ورکړل.

ورته مطالب