د کريکټ نړيوالې شورا نوې درجه بندي اعلان کړې

Image caption په نوې درجه بندۍ کې د پاکستان محمد حفيظ تر ټولو غوره آل راونډر بلل شوی

د کريکټ نړيوالې شورا (آی، سي سي) د نړيوالو يو ورځنيو لوبو نوې درجه بندي اعلان کړې، چې د هند لوبډله د تر ټولو زياتو نومرو په لرلو، لومړی ځای لري.

د يکشنبې په ورځ د آی سي سي له لوري خپره شوې درجه بندۍ کې هند د ۱۲۳ نومرو په لرلو لومړی او اوستراليا د ۱۱۴ نومرو په لرلو دويم مقام لري.

په نوې درجه بندی کې انګستان دريم او سريلانکا څلورم ځای لري. پاکستان د ۱۰۱ نومرو په لرلو په يو ورځنيو لوبو کې شپږ راغلی دی.

د بېټنګ/ توپ وهنې په برخه کې د هند ويرات کوهلي لومړی، د جنوبي افریقا هاشم آمله دويم او د استراليا کپتان جارج بیلي دريم مقام لري.

د پاکستان بېټسمين مصباح الحق د بېټنګ په دغې درجه بندۍ کې ۹ ځای لري.

د آل راونډر/ چې هم بالنګ کوي او هم بېټنګ د پاکستان محمد حفيظ لومړی، د بنګله دیش شکيب الحسن دويم او د سريلانکا دلشان دريم ځای لري.

د پاکستان شاهد اپريدی د آل راونډر په درجه بندۍ کې کې ۷ ځای لري.

د بالنګ/ توپ اچوونکې په برخه کې د پاکستان سپېن/ ورو بالر سعيد اجمل لومړی، د ويسټ انډيز سنيل ناراين دويم او د هند رونيدر جديجه دريم ځای لري.

د پاکستان ال راونډر/ محمد حفيظ د بالنګ په برخه کې په نړیواله درجه بندي کې لسم ځای لري.

ورته مطالب