''ایرانۍ فوټبال مینه والې لوبغالو کې پرېږدئ''

  • 8 نومبر 2013 - 17 لړم 1392
Image caption په ۲۰۰۶ کال، د ایران مخکني ولسمشر محمود احمدي نژاد ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له تهرانه د هغه قانون د لغوه کولو غوښتنه کړې، چې پربنسټ يې پر ښځينه تماشاچیانو د نارینه وو د فوټبال سیالیو تماشا بندیز لګولی دی.

د فیفا مشر سټیب بلټر ویلي، ایران باید په سټډیمونو او لوبغالو کې د فوټبال ښځينه مینه والو او تماشاچیانو ته اجازه ورکړي.

بلټر دا څرګندونې له ایراني چارواکو او د دغه هېواد د پارلمان له مشر علي لاریجاني سره تر خبرو وروسته کړې دي.

ایران یو له هغو په ګوتو شمار هېوادونو دی، چې پر ښځو يې د فوټبال سیالیو کې د ګډون کولو بندیز لګولی دی.

خو په تېر کې يې د ځينو لوبو پرمهال د ښځينه مینه والو د تماشا اجازه ورکړې وه.

Image caption ایران په فوټبال لوبغالو کې د نارینه فوټبال سیالیو ته د نجونو پر تماشا بندیز لګولی.

قطر، چې تېر کال خپلې لومړنۍ ښځينه لوبغاړې ته په ځغاستې اولمپیک سیالیو کې د ګډون کولو اجازه ورکړې وه، ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال نړیوال کپ کوربه توب پرمهال به ښځينه لوبغاړو ته اجازه ورکړي او په دغو سیالیو کې د نورو هېوادونو ښځينه لوبغاړو د ورتګ هرکلی کوي.

په ۲۰۰۶ کال، د ایران مخکني ولسمشر محمود احمدي نژاد ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.

بیا یو کال وروسته، ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي هغه نجونې وښودې، چې د هلکانو کالي يې اغوستي وو او تهران کې د فوټبال سیالیو ته راوتلې وې.

ورته مطالب