کابل کې د ښځينه فوټبال د غوراوي سیالۍ پیل شوې

Image caption په دې سياليو کې یوازې د پلازمينې لوبډلې لوبيږي خو د افغانستان د فوټبال د فدراسيون مرستيال یوسف کارګر وايي پلازمینه ښه ده خو په ولايتونو کې په دې نه توانيږي چې د نجونو لوبډلې جوړې کړي

د فوټبال د ښځينه لوبډلو د غوره ليګ د غوراوي سيالۍ په کابل کې پيل شوې، سيالۍ به د څه باندې يوې مياشتې لپاره روانې پاتې شي، چې په پايله کې به يې لس لوبډلې ر راروان کال غوره ليګ ته ومنل شي.

تر ۳۵ ورځنیو سیالیو وروسته د فوټبال ښځينه ملي لوبډلې ته لوبغاړې غوره کېږي.

انځورونه

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، ددغو لوبو په لومړۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې سنګر 'ب' لوبډلې ته د صفر په وړاندې په ۹ ګولونو سره ماتې ورکړه.

د نجونو د فوټبال د کوميټې مشره هاجره ابوالفضل وايي دا سياليۍ دوه موخې لري:

''دا سيالۍ دوه موخې لري يوه دا چې د راروان کال د غوره ليګ لپاره لس لوبډلې غوره کيږي. بله موخه یې غوراوې دی،۲۵ نجونې ملي لوبډلې ته غوره کيږي او ۲۵ د ځوانانو لوبډلې ته''.

''د کابل پوهنتون د لوبډلې لوبغاړې حنا پويا وياړي چې په خپلواک ډول په یوه ولسواکه ټولنه کې لوبيږي او خپلې کورنۍ او ټولنې ته ویاړ ګټي''.

په دې سياليو کې یوازې د پلازمينې لوبډلې لوبيږي خو د افغانستان د فوټبال د فدراسيون مرستيال یوسف کارګر وايي پلازمینه ښه ده خو په ولايتونو کې په دې نه توانيږي چې د نجونو لوبډلې جوړې کړي خو وايي په راتلونکي کې ددې چارې هوډ هم لري.

د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډله په دې ورستيو کې ښه ځليدلې،په دې وروستيو کې یې د سویلی اسيا د جام په سياليو کې يو شمير لوبې وګټلې د بیلګې په ډول پاکستان يې هم په ۴ صفر سره مات کړی و.

بله خوا په پام کې ده چې نن د کابل د ۱۲ کلنو هلکانو د غوره ليګ د غوراوي سيالۍ پيل شي.۴۰ لوبډلې لوبيږي چې ۱۲ به یې د راتلونکي پسرلي غوره ليګ ته ومنل شي.

ورته مطالب