له کریکټ سره د هند افسانوي لوبغاړي مخه ښه

Image caption د سټیډیم شاوخوا د ټنډولکر ستر پوسټرونه لږیدلی او پرې لیدل شوي وړوکی ماسټر.

د هند ممبی ښار د سچن ټنډولکر وروستۍ لوبې ته چمتو کېږي.

د ټیسټ دغه لوبه د جمعې پر ورځ (نومبر ۱۵) د هندوستان او ویسټ اینډیز تر منځ ده.

په ټیست او یو ورځنیو لوبو کې ریکارډ جوړونکی ۴۰ کلن ټنډولکر له دې لوبې وروسته له کریکټ سره د تل لپاره مخه ښه کوي.

دا د ټنډولکر ۲۰۰مه لوبه ده. نوموړي په ۲۴ کلنې کې سل نړیوالې سلیزې جوړې کړې او په ۲۰۱۱ کال کې یې له هند سره د نړیوالې سیالۍ په ګټلو کې ډېره مرسته وکړه.

د ټنډولکر دې لوبې ته لیوالتیا دومره ډېره ده چې د ټکټ پلورولو ویبپاڼې له پرانستلو څو شېبې وروسته کار پرېښود. ځکه چې له جوړیدو وروسته په لومړی ساعت کې تر ۱۹ میلیونو ډېرو کسانو دغه پاڼه ووکتله .

له ۳۳ زرو ټکټونو نه یوازې ۵ زره یې پلورلو ته وړاندل شول او پاتې يې سیاستوالو، وتلو څېرو او پخوانیو لوبغاړو ته ځانکړي شوي دي.

دغه کار د مینه والو غصه را پارولې او پر ضد یې لاریون کړی.

د سټیډیم شاوخوا د ټنډولکر ستر پوسټرونه لږیدلی او پرې لیدل شوي وړوکی ماسټر.

د ټنډولکر میرمنې په ټوکه کې وویل چې دومره سوغاتونه یې تر لاسه کړي چې ځای پر ځای کولو ته یې موزیم ته اړتیا ده.

یو شمېر لوبغاړو هم خپلې ستاینې استولي.

د ویسټ اینډیز برین لارا نوموړي د کریکټ محمد علي او مایکل جورډن بللی.

شان وارن ویلي بیا به بل سچن ټنډولکر ونه موندل شي، هغه زما د وخت تر ټولو پیاوړی بیډسمن و.

کریکټ او ټنډولکر

ټنډولکر ۱۶ کلن و، چې ۱۹۸۹ کال یې د پاکستان خلاف لومړۍ کرېکټ لوبه کې برخه واخیسته او په ۱۹ کلنۍ کې يې د انګلستان خلاف لومړۍ سلیزه بشپړه کړه.

۱۹۹۹ کال نړیوال جام کې ټنډولکر د لوبغاړي او کپتان په توګه خورا په زړه پورې رول درلود. خو له هغه وروسته ټنډولکر د کپتان په توګه ډېر بریالی نه و، ځکه یې کپتاني پرېښوده.

سچن ټنډولکر ۲۰۰۸ کال کې ټیسټ لوبو کې تر ټولو ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ او په ۲۰۰۸ کال کې يې د جنوبي افریقا خلاف لوبه کې دوې سلیزې جوړې کړې.

۲۰۱۱ کې د نړیوال جام له ګټلو وروسته هندي لوبډلې دغه جام سچن ټنډولکر ته ورکړ.

د ۲۰۱۲ په مارچ کې سچن ټنډولکر نړیوالو سیالیو کې د سلیزو سلیزه بشپړه کړه، چې تر اوسه دغه ویاړ د بل هېڅ لوبغاړي په برخه نه شو.

ورته مطالب