د نجیب ځدران ۶۱ منډو افغان لوبډله بريالۍ کړه

Image caption نجيب الله ځدراڼ ۶۱ منډې په ۳۴ بالونو وکړې چې ۵ شپږيزې او ۳ څلوريزې یې په کې ووهلې

افغان کريکټ لوبډلې د ۲۰۱۴ کال د کريکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام ته د لارې موندلو سیاليو په يوه لوبه کې ډنمارک ته په دوو ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګتله او ډنمارک ته يې لومړی د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

د ډنمارک لوبډلې ته ياسر اقبال او پيډرسن ښه پيل ورکړ او د ډنمارک لومړۍ ويکټه هغه مهال ولويده چې د منډو شمېر ۶۷ ته رسېدلی و.

دواړه لوبغاړي د افغان بالرانو پر وړاندې ودريدل او په ازاد ډول يې په افغان بالرانو شاټونه ووهل.

ياسر اقبال د ۳۵ او پيډرسن د ۳۶ منډو له کولو وروسته وسوځېدل.

د ډنمارک نور دوه ځلېدونکي بیټسمينان کامران محمود او افتاب احمد وو، چې يوه يې ۲۲ او بل يې ۳۲ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېدل.

په دې توګه ډنمارک يوازې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۴۵ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

کريم صادق، محمد نبي او سميع الله شينواري د ډنمارک یو يو لوبغاړي وسوځول.

د ټاکل شوي هدف د پوره کولو لپاره افغان لوبډلې تېزه لوبه پيل کړه خو ايله شپږ منډې يې لرلې چې نور علي ځدراڼ په يوه منډه وسوځېد.

نبي او ځدراڼ

د افغانستان دويمه ويکټه په ۱۹ منډو او دريمه هم په ۱۹ منډو پريوتې.

خو نجيب الله ځدراڼ او کپتان محمد نبي د ډنمارکي بالرانو پر وړاندې د ديوال په څېر ودريدل او لوبه يې کابو کړه.

دوی د مخالفې لوبډلې په بالرانو د شپږيزو او څلوريزو باران جوړ کړ.

نجيب الله ځدراڼ ۶۱ منډې په ۳۴ بالونو وکړې چې ۵ شپږيزې او ۳ څلوريزې یې په کې ووهلې.

کپتان نبي عیسی خيل ۲۵ منډې په ۱۱ توپونو وکړې چې ۲ شپږيزې او ۳ څلوريزې په کې وې.

سميع الله شينواري هم ښه لوبه وکړه او ۲۱ منډې يې د افغانستان په ګټه وکړې.

افغان لوبډلې د ډنمارک له لوري د ۱۴۶ منډو ټاکلی هدف د اتو لوبغاړو د سوځېدو پر سر په ۱۵،۳ اوور کې بشپړ کړ.

افغانستان تر اوسه د ۲۰ اووريزو په دغو سياليو کې پنځه لوبې کړي، چې څلور يې ګټلي او لومړی هغه يې په هالنډ بايللې ده.

ورته مطالب