کريکټ: افغانستان په متحد اماراتو کې دويم شو

Image caption ايرلنډي لوبغاړو په زره پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه

افغان کريکټ لوبډلې په متحد اماراتو کې د ۲۰ اووريز نړيوال جام د غوراوي په پای لوبه کې له ايرلنډ نه ماتې وخوړه.

پچه د ايرلنډ لوبډلې کپتان وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پريکړه وکړه، چې ډېره ښه ثابته شوه.

ايرلنډي توپ وهوونکو د لوبې له پيله بريدګره لوبه پيل کړه، او د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې له هماغه پيله ازادانه لوبه وکړه او هر لوري ته يې شاټونه پرې ووهل.

کپتان محمد نبي د منډو کابو کولو لپاره د تېزو بالرانو ترڅنګ سوکه بالران هم وکارول، خو پايله يې چندانې ښه نه وه.

ايرلنډ وتوانېده چې ټاکلو ۲۰اوورونو کې په ۷ ويکټو ۲۲۵ منډې وکړي.

د ايرلنډ د منډو اوسط تر اخره له لسو راښکته نه شو.

د ايرلنډ سټېرلنګ چې د لوبې په سر کې بېټنګ ته راووت د ۴ شپږيزو او ۸ څلوريزو پر مټ په ۴۳ توپونو ۷۶ منډې وکړې.

د ده ويکټه حمزه هوتک واخيسته.

بل ايرلنډی لوبغاړی چې د افغان بالرانو لپاره سرخوږی و، هغه جانسن و، نوموړي د ۴ شپږيزو او ۵ څلوريزو پر مټ ۶۲ منډې وکړې.

حمزه هوتک درې، شاپور ځدراڼ دوه، دولت ځدراڼ او کريم صادق يو یو مخالف لوبغاړي وسوځول.

د ۲۲۶ منډو هدف ترلاسه کولو لپاره افغان توپ وهونکي لوبې ته راووتل. د افغان لوبډلې پيل محمد شهزاد او نوروز منګل وکړ.

دوی دواړو ډېره په زړه پورې او تېزه لوبه پيل کړه، او ويې ښووله چې د ايرلنډ له لوري خورا لوی هدف ته رسېدای شي.

د محمد شهزاد په زړه پورې څلوريزو په لوبغالي کې ناست نندارچيان ويښ او ګوته په غاښ کړل، او آن د ايرلنډ لوبډله يې ولړزوله.

ده په ۱۸ توپونو د ۸ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۳۸ منډې وکړې، چې د ډاکرل په يوه توپ کيچ اوټ شو.

په ده پسې نوروز منګل له ۱۴، ميرويس اشرف له ۲۲ او کپتان محمد نبي له شپږو منډو کولو وروسته وسوځېدل، چې دې افغان لوري ته دروند ټکان ورکړ.

دا وخت داسې بريښېده چې افغان بيټسمينان نور د ايرلنډي بالرانو پر وړاندې نه شي دريدای، خو ګلبدين نايب دغه حالت تر يوه بريده کابو کړ.

د ګلبدين بيټنګ بيا افغانان په شور او ځوږ کړل او هیلې ورسره پيدا شوې چې ښايي د ايرلنډ دا دومره لوی هدف افغان لوبډله پوره کړي.

ګلبدين نايب چې په لويو شاټونو وهلو مشهور دی، د نندارچيانو او خلکو هيلې تر خپله وسه پورې کړې او د ايرلنډ له تېزو او سپين بالران سره يې ښه مقابله وکړه.

Image caption سميع الله شينواری د دغو سياليو غوره لوبغاړی وبلل شو

ده د ۳ څلوريزو او ۴ شپږيزو پر مټ يوازې په ۱۹ توپونو ۴۳ منډې وکړې. خو بلاخره د جانسټن په توپ موني کيچ اوټ کړ.

له ګلبدين وروسته نور افغان توپ وهونکي د ايرلنډي بالرانو پر وړاندې ونه دريدل او د افغانستان وروسته ويکټه د شاپور ځدراڼ وه چې په ۱۳ منډو وسوځېد.

د ګلبدين نايب تر سوځېدو افغان لوبډلې د ايرلنډ پر وړاندې ښه لوبه کوله او د منډو اوسط يې لس او له لسو پورته و.

افغانستان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۵۷ منډې وکړې.

جانسن چې د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو، د ښه بېټنګ ترڅنګ درې افغان لوبغاړي هم وسوځول.

سميع الله شينواری د دغو سياليو غوره لوبغاړی وبلل شو.

په ټوله کې لوبه د کريکټ د نندارچيانو لپاره خورا په زړه پورې وه، ځکه چې دواړو خواوو په کې د څلوريزو او شپږو باران جوړ کړی و.

افغانستان په دغو سياليو کې اته لوبې وکړې، چې لومړۍ او اخري يې وبایللې او نورې يې وګټلې.

ورته مطالب