محمد حفیظ: له افغانستان سره لوبه عادي مه ګڼئ

Image caption پاکستان د سعید اجمل په نشتوالي کې حفیظ، شاهد اپریدی او ‌ذو الفقار بابر لري

د پاکستان کرېکېټ لوبډلې کپتان محمد حفیظ وایي له افغانستان سره د شل اوریزې لومړنۍ نړیوالې لوبې په برخه کې افغان لوبډلې ته په ټيټه نه ګوري.

دا لوبه د یکشنبې په ورځ(د ډسمبر۸مه) د عربي متحدو اماراتو په شارجه کې کېږي.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ شل اوريزه نړيواله لوبه ده، چې لومړی ځل سره په کې مخامخ کېږي.

پاکستان په ۲۰ اوريزو نړيوالو لوبو کې پر څلورمه په داسې حال کې چې افغانستان په کې پر ۱۱ مه شمېره دی.

ښاغلي حفیظ د شنبې پر ورځ خپل ټيم ته خبرداری ورکړ چې افغان لوبډله په لنډو لوبو کې خطرناکه ده او ځانونه دې ورته چمتو کړي.

د پاکستان کرېکېټ لوبډلې کپتان خپل ټيم ته چې د کرېکېټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې له دویمې کچې څلورمې ته ټيټ شوی او له جنوبي افریقا سره یې له څلورو درې لوبې بایللې، خبرداری ورکړ چې پر ځان دې ډېر نه غره کېږي.

د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي هم له خپلو ملګرو غوښتي چې د ۲۰۰۹م کال د نړیوالو اتلانو په وړاندې خپل استعداد وښيي.

نوموړي زیاته کړه دا مهمه ده چې موږ د پاکستان په څېر غښتلي ټیم پر وړاندې لوبېږو او په ځانګړې توګه چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته مو لاره موندلې ده.

افغان لوبډله په وروستیو کې ښه ځلېدلې او په لنډو لوبو کې پر زیاتو لوبډلو بریالۍ شوې چې ور سره د را روان کال شل اوریزو پر له پسې نړیوالو لوبو ته ووتله چې په بنګلدیش کې کېږي.

سږکال افغانستان همدا شان د نړیوال جام ۵۰ اوریزو لوبو ته ووت.

دا لوبې به بيا په ۲۰۱۵م کال کې په استرالیا او نوي زیلانډ کې تر سره کېږي.

افغان لوبډله له ۲۱ لوبو په ۱۱ کې بریالۍ وختله، که څه هم په تېرو نړیوالو شل اوریزو پایلوبو کې یې ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۰م کال کې په وېست اینډیز کې له جنوبي افریقا ماتې وخوړه او دوه کاله وروسته یې په سریلانکا کې انګلند او هندوستان ته لوبه وبایلله.

پاکستان تېرکال د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره په یوه ورځنۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې مخ شو او د ۷ لوبغاړو په شته والي یې افغانستان ته ماتې ورکړه خو حفیظ غواړي چې ټيم یې بیا هم ګټونکی وي.

د پاکستان کریکېټ لوبډلې مشر وویل، سره له دې چې تکړه سپېن بالر سعید اجمل ورسره نه شته خو باید زیاته هڅه وکړو ځکه یو لوبغاړی د شل اوریزو لوبه بدلولی شي.

Image caption دا د دواړو هېوادونو ترمنځ شل اوريزه نړيواله لوبه ده، چې لومړی ځل سره په کې مخامخ کېږي.

سعید اجمل تر ټولو لوړې کچې وېکټ یا لوبغاړی سوځوونکی دی او په شل اورېزو لوبو کې یې ۷۷ لوبغاړي سوځولي دي.

پاکستان به له سریلانکا سره هم پنځه یو ورځنۍ لوبې کوي.

پاکستان د سعید اجمل په نشتوالي کې حفیظ، شاهد اپریدی او ‌ذو الفقار بابر لري چې د افغانستان د بېټسمنانو نیمګړتیاوې په ګوته کړي او په خپله ګټه یې وکاروي.

پاکستان په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د برېدونو له کبله په خپل هېواد کې نړیوالې لوبې نه دي کړې او په خپل کور کې یې تمرینونه کړي دي.

افغانستان هم د امنیتي ستونزو له کبله په خپل هېواد کې نړیوالې لوبې نه کوي.

ورته مطالب