افغان کریکټ ملي لوبډلې زړونو ته لار موندلې

Image caption زیاتره افغانان وايي لوبه په وروستي توپ پاکستان وګټله خو زړونه افغان لوبډلې خپل کړل.

تېره شپه د افغانستان او پاکستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اوریزه سیالي وه.

دغه لوبه ډېرو افغانانو له بېلابېلو لارو وکتله او ډېر پام يې وراوښتی وو. که څه هم لوبه دوستانه وه خو زیاتره افغانانو جدي ګڼلې وه.

په سر کې داسې انګېرل کېده چې افغان لوبډله به لوبه په آسانۍ سره خپلې سیالې ډلې ته پرېږدي، خو داسې ونه شول.

افغان لوبډله وتوانېده چې تر پایه خپلې هڅې وکړي او له بریا لېرې نه وه.

زیاتره افغانان وايي لوبه په وروستي توپ پاکستان وګټله خو زړونه افغان لوبډلې خپل کړل.

پاکستان چې دغه سیالي یې ډېره آسانه بللې وه، تر لوبې وروسته یې رسنیو وویل چې پاکستاني لوبډلې په ډېرې سختۍ بریا خپله کړه. دا په دې معنی ده چې افغان لوبډله اوس پیاوړې شوې او د نړۍ له ډېرو پیاوړو لوبډلو سره د سیالې جوګه شوې ده.

د پاکستان یوه پخواني او مشهور لوبغاړي شعیب اختر هم له خبري رسنیو سره په خبرو کې ویلي لوبه پاکستان وګټله خو په نړیواله کچه پام افغان لوبډلې ته واوښت.

د کریکټ بورډ مشر شهزاده مسعود وايي اوس د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د نړۍ سترو او مشهورو لوبډلو ته یو ګواښ دی او هغوی هم د خطر احساس کوي.

د افغان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کیپټان رییس احمدزی وايي په نړیواله کچه فکر دا وو چې له سترو لوبډلو سره په لوبه کې افغان لوبډله کمزورې او ژر به لوبې بایلي، خو له پاکستان سره په لوبه کې زما تمه دا وه چی په زړه پورې به وي چې همداسې وشول. او د کریکټ زیاتره افغان مینه وال د تلویزیون له مخې نه لېرې کېدل.

رییس احمدزی وايي په دغې سیالۍ کې د افغان لوبډلۍ ځينې کمزورۍ هم څرګندی شوې چې په راتلونکو سیالیو کې به پوره پام ورته وشي. دغه راز په بنګله دیش کې په راروانو سیالیو کې به هم د افغان لوبډلې په سیالیو مثبتې او ښې اغېزې ولري.

د نولس کلنو لوبډلې روزنکی دولت احمدزی وايي د مهارتونو د لوړیدو ترڅنګ مورال ډیر اړین دی. او اوس دوی کولای شی چی د نړۍ له سترو لوبډلو سره په لوړ مورال مخ شی.

د دې ترڅنګ به په راتلونکو لوبو کې په پلاننګ کې ‍ هم مثبت بدلونونه رامنځ ته شي او ډګر ته د لوبغاړو د ښکته کېدو مناسب وختونه او په ډګر کې د هغوی د ټینګ نه پاتې کېدو کمزورۍ به هم له منځه یوړل شي.

دولت خان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ لوبې ته په کتو سره به اوس بنګله دیش او زیمبابوی هم پر خپلو لوبډلو بیا غور او فکر کوي، ځکه دغې لوبې د افغان لوبډلې مورال پیاوړی کړی او کیدای شي چې په راتلونکو لوبو کې د مخامخ کېدونکو سیالانو مورال یې کمزوری کړی وي.

افغان لوبډله څو ورځې وړاندې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د غوراوي په لوبو کې ښه وځلېده او هغو سیالیو ته یې لار وموندله.

وړاندې تر هغه یې د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزو نړیوالو اتلولیو ته لار موندلې وه.

ورته مطالب