ايرلنډ افغانستان ته د ٣٤٧ منډو گران هدف وټاکه

Image caption په څلورمه به که افغان لوبغاړي ژر لوبغاړي له لاسه ورنه کړي ښايي ايرلنډ ته سرخوږى جوړ کړي خو د اوس لپاره داسې ښکاري چې د ايرلنډ تله درنه ده.

د لويو وچو يا اينترکانتينينتل کپ د پايلوبې دريمه ورځ هم د ايرلنډ په گټه تمامه شوه.

افغانستان د ايرلنډ پاتې اته لوبغاړي وسوځول خو هغوى ٣٤١ منډې په دويم وار وکړې.

ايرلنډ په لومړي وار هم پنځه منډې مخته و او په دې توگه يې افغانستان ته د ٢٤٧ منډو سخت هدف وټاکه.

د ايرلنډ له لورې ايد جوايس ٧٨ او او براين ٨٧ منډې وکړې او ښه وځلېدل.

د افغانستان له لورې محمد نبي څلور لوبغاړي وسوځول.

د ٣٤٧ منډو هدف ته رسېدل حوصله او احتياط غواړي.

افغان لوبډلې خپل لومړنى لوبغاړى بشير نوري په لومړني اوور کې د اتو منډو په جوړولو له لاسه ورکړ چې نه په کې حوصله ښکاره شوه او نه احتياط.

شهزاد محمدي او نوروز منگل ودرېدل.

دوى د څو پنځوسو منډو ملگرتيا وکړه خو نوروز منگل د ٢٣ منډو په جوړولو کيچ اوټ شو.

شهزاد محمدي دريم کس و چې مخامخ يې کېچ ورکړ او له تيزې لوبې وروسته په ٣٩ منډو ستون شو.

شهزاد يو شپږيزه او اووه څلوريزې ووهلې او کله چې ستنېده خوښ نه و.

دۀ فکر کاوه چې توپ يې پر مځکه ويشتى دى خو لوبڅارانو ورسره ونه منل.

د ورځ په پيل کې د نبي په توپ د ايرلنډ يو لوبغاړى نوروز منگل کيچ کړ خو لوبغاړى ودرېد او لوبڅار يې ملاتړ وکړ او ويې ويل چې توپ پر مځکه لگېدلى دى.

د هغې پېښې په پام سره شهزاد لا ډېر خواشينى ښکارېده.

اصغر ستانکزى او افسر ځاځى هم ژر وسوځېدل.

افغانستان يوازې ٨٥ مندې درلودې او نيمايي لوبډله يې سوځېدلې وه.

خو کپتان نبي او رحمت شاه تر پايه ودرېدل او د دريمې ورځې تر پايه يې ١٣٦ مندې درلودې.

افغانستان لا هم ٢١١ منډو ته اړتيا لري.

په څلورمه به که افغان لوبغاړي ژر لوبغاړي له لاسه ورنه کړي ښايي ايرلنډ ته سرخوږى جوړ کړي خو د اوس لپاره داسې ښکاري چې د ايرلنډ تله درنه ده.

ورته مطالب