ايرلنډ افغانستان ته په ١٢٣ منډو ماتې ورکړه

Image caption د نبي له سوځېدا وروسته نوروه لوبډله داسې لاړه لکه د خړ سيلاب لپاره چې د شگو ډيرى پروت وي.

ايرلنډ: ١٨٧ او ٣٤١

افغانستان: ١٨٢ او ٢٢٤

د لويو وچو يا انترکانتينينتل کپ د پايلوبې په څلورمه ورځ افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدا لوبه پيل کړه.

محمد نبي او رحمت شاه ورو ورو لوبه کوله او داسې ښکارېدل چې ايرلنډي لوبغاړي يې ځواب نه لري.

د غرمنۍ تر وقفې پورې افغانستان ښه پر مخ لاړ. خو کله چې ايرلنډ له ٨٠ اوورونو وروسته نوى توپ وموند لوبه بدله شوه.

لومړى کپتان نبي و چې له رحمت شاه سره تر ١١٤ ملگرتيا وروسته وسوځېد. نبي ښه لوبه وکړه او په ٤٩ منډو وسوځېد.

د نبي له سوځېدا وروسته نوروه لوبډله داسې لاړه لکه د خړ سيلاب لپاره چې د شگو ډيرى پروت وي.

سميع الله شينوارى په څلور منډو، ميرويس اشرف په صفر، دولت ځدراڼ په يو او عزت الله دولتزى هم په صفر وسوځېد.

رحمت شاه تر پايه ودرېد او ناسوځېدلى په ٨٥ منډو ستون شو.

دا په تيرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دى چې افغانستان په څو ورځنيو لوبو کې ماتې خوري.

افغانستان په ٢٠١٠ کال کې د دغو اتلوليو پايلوبه له سکاټلنډ څخه گټلې وه. خو له ايرلنډ سره افغان لوبډله له لومړنۍ ورځې پرته نوره ونه ځلېده.

د افغانستان لوبغاړي د بالېنگ په ډگر کې ښه و خو په بېټېنگ کې له رحمت شاه او کپتان نبي پرته نور داسې ونه لوبېدل چې په څو ورځنۍ لوبه کې يې اړتيا وه.

ورته مطالب