لندن کې د افغانستان او انګلستان تر منځ فوټبال لوبه

Image caption لومړي وزیر ډېوډ کامروون هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه یو ډېر ښه نظر دی.

د برتانیا لومړي وزیر ډېویډ کامرون او د انګلستان پخوانی لوبغاړی مایکل اوېن په افغانستان کې د دغه هېواد د فوټبال لوبډلې د ودې په موخه یو نوی پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې افغان لوبډله له انګلستان سره د لندن په ویمبلي لوبغالي کې لوبه وکړي.

ویل کېږي چې دا به په افغانستان کې د برتانیا سرتېرو د ۱۲ کلنې جګړې د پای لمانځنه هم وي.

افغانستان ته د یوه ناڅاپې سفر په ترڅ کې لومړي وزیر کامروون او فوټبال ستوري اوېن له برتانیاوي سرتېرو سره په هلمند کې ولیدل او په پای کې یې یوه دوستانه لوبه هم وکړه.

ښاغلي اوېن له لومړي وزیر سره په دې موخه دغه هېواد ته تلل چې له افغانستان سره د فوټبال په برخه کې د نوې همکارۍ اعلان وکړي چې د دغه هېواد غوره لیګ لوبې غښتلی کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دغې پروګرام له مخې به افغان لوبغاړو او چارواکو ته د انګلستان د ملي روزنې نوي مرکز ته بلنه ورکړل شي.

د خپل سفر په ترڅ کې د لیورپول پخواني لوبغاړي او د فوټبال د ټولنې سفیر ماېکل اوېن وویل غواړي د لندن په ویمبلي لوبغالي کې د افغانستان ملي ټیم او انګلستان لوبډلې تر منځ سیالي وویني.

نوموړي وویل دا به یو فوق العاده کار وي. زموږ او د افغانستان د فوټبال فدارسیون تر منځ د همکاریو په لړ کې به زما په فکر دوی ته دا فرصت ورکړل شي چې د روزنۍ لپاره دلته انلګستان ته راشي.

څوک پوهېږي کېداشي چې یوه ورځ به د ویمبلي په لوبغالي کې د دواړو لوبغاړو تر منځ یوه بشپړه لوبه وشي.

ښاغلي اوېن وویل زه نه پوهېږم چې سیاست به څه وي خو دا به ډېره په زړه پورې وي چې د جکړې پاي په یوه لوبه وشي.

لومړي وزیر ډېوډ کامروون هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه یو ډېر ښه نظر دی.

ورته مطالب