د ساحلي فوټبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې

Image caption افغانستان په وچه کې ګېر هېواد دی او لوبډله خپل تمرينونه سمندرغاړې ته په ورته ځايونو کې کوي

د افغانستان د ساحلي فوټبال کمېټې اعلان کړی، چې د ساحلي فوټبال د سياليو دويم پړاو په پلازمېنه کې کابل کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پيل شوی دی.

د دغې کمېټې مشر روح الله رستګار وايي په دغو سياليو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې له يو بل سره سيالۍ کوي.

ښاغلي رستګار زياته کړه، ټاکل شوې د دغو سياليو ۲۰ غوره لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

ده ټينګار وکړ، چې د دغو سياليو څلور لوبډلې به د ساحلي فوټبال د غوره ليګ لپاره وپېژندل شي.

روح الله رستګار وويل، د افغانستان د ساحلي فوټبال په لومړي پړاو سياليو کې هم څلورو لوبډلو د غوره ليګ ساحلي فوټبال سياليو ته لار موندلې وه.

افغانستان په وچه کې ګېر هېواد دی او د سمندر ساحل نه لري او خپل تمرينونه په داسې ځايونو کې کوي، چې سمندرغاړې ته ورته وي.

خو ښاغلي رستګار بي بي سي ته وويل هڅه يې دا ده چې د فوټبال د نړيوال فدراسيون او د افغانسان د فوټبال فدراسيون په مرسته په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې يو معياري لوبغالی جوړ کړي.

تايلنډ سيالۍ

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې خپل فعاليت پيل کړ او اوس د اسيا د ساحلي فوټبال د ۱۶ غوره لوبډلو په ډله کې ځای لري.

روح الله رستګار وويل د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې په تېرو اسيايي سياليو کې کوربه قطر او سعودی عربستان ته ماتې ورکړه او استراليا او عمان ته يې لوبې وبايللې.

ښاغلي رستګار دې ته په اشارې سره چې که افغانستان په دغو سياليو کې استراليا ته ماتې ورکړې وای، نو نړيوالو لوبو ته يې لار موندله وویل، چې دمګړۍ افغان لوبډله اسيايي سياليو ته چې په ۲۰۱۴ کال په تایلند کې ترسره کېږي چمتووالی نيسي.

د افغانستان ساحلي فوټبال اوس يوازې تر پلازمېنې کابل محدود دی او ټاکل شوې چې دغه لوبه د هېواد اوو لومړۍ درجه ښارونو ته هم وغځول شي.

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې په فعاليت پيل وکړ او يوازې په يوه کال کې وتوانېده چې د اسيا ساحلي لوبو ته لار پيدا کړي.

ورته مطالب