ژاک کېلېس له ټېسټ لوبو لاس په سر شو

Image caption ژاک کېلېس چې د کرېکټ لوبې اتل او کم ساری لوبغاړی دی.

د سوېلي افریقا د کرېکټ لوبډلې اتل لوبغاړي، ژاک کېلېس د کرېکټ له پنځه ورځنیو لوبو تقاعد اعلان کړ.

نوموړی به نن (د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۶مه) د هند پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه وکړي.

ژاک کېلېس د کرېسمېس په ورځ دغه اعلان وکړ او و یې ویل له ټیسټ (پنځه ورځنیو) لوبو "لاس اخیستل زما لپاره اسانه پرېکړه نه وه، خو زه فکر کوم چې دا یې سم وخت دی."

نوموړي همداراز زیاته کړه چې په بشپړه توګه له کرېکټ سره خدای په آماني نه کوي او په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې به لوبېږي.

ژاک کېلېس چې د کرېکټ لوبې اتل او کم ساری لوبغاړی دی، تر دا مهاله یې په خپل لوبیز ژوند کې زیات شمېر بریاوې ترلاسه کړي خو د نوموړي لوی ارمان دا دی چې لوبډله یې د ۲۰۱۵ کال نړېوال کپ اتله شي.

ژاک کېلېس د ۱۹۹۵ کال په ډسمبر کې د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وکړه.

نوموړي تر دې مهاله ۱۶۵ پنځه ورځنۍ لوبې کړي او له ۱۳ زرو څخه زیاتې منډې یې جوړې کړې دي.

کېلېس که له یوه اړخه د خپلې ښې توپ وهنې پر مټ د لوبډلې په بریاوو کې رول لوبولی نو له بل پلوه یې د توپ اچونې په ډګر کې هم لاسته راوړنې کمې نه دي.

نوموړي تر دا مهاله یوازې په پنځه ورځنیو لوبو کې ۲۹۲ لوبغاړي سوځولي.

د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په کتار کې ژاک کېلېس د سوېلي افریقا لومړنی او په نړیواله کچه څلورم لوبغاړی دی.

د دې ترڅنګ نوموړی د سچن ټنډولکر نه وروسته دوېیم لوبغاړی دی چې ډېرې سلیزې (۴۴) یې پوره کړي.

د کېلېس لوبیز ژوند ته کتنه

توپ وهنه (بېټېنګ)

توپ اچونه (بالېنګ)

ورته مطالب