تر ۱۹ کلنو کمې افغان ډلې پاکستان ته لوبه وبایلله

Image caption د لوبې لومړۍ توپ وهنه افغانستان ترسره کړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اسیا کپ تر نولس کلونو کم عمره لوبډلو سیالۍ په دوېمه نیمه پایلوبه کې پاکستان د افغانستان لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته ورسېد.

د لوبې لومړۍ توپ وهنه افغانستان ترسره کړه او په ۴۹.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې.

د افغانستان له اړخه حشمت الله شایدي تر ټولو ښه توپ وهنه وکړه او په ۹۱ توپونو یې د ۳ څلوریزو پر مټ ۵۱ منډې جوړې کړې.

د وحید الله شفق توپ وهنه هم د پام وړ وه.

نوموړي په ۶۸ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې او له حشمت الله سره یې ښه ملګرتیا وکړه.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې تر ټولو زیات کرامت علي وځلېد او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

که څه هم د ۱۹۷ منډو هدف د پاکستان لپاره خورا کم وو، خو د پاکستان د توپ وهنې پېل ډېر ښه نه و او په لومړي اوور کې یې یو لوبغاړی وسوځېد.

د پاکستان له اړخه سمیع اسلم تر ټولو ډېرې یعنې ۷۵ منډې جوړې کړې.

د نوموړي تر څنګ حسن رضا او امام الحق هم ښه لوبه وکړه او د لوبډلې په بري کې یې خپل رول ولوباوه.

سره له دې چې افغان توپ وهونکو د سیالې لوبډلې لپاره خورا کم هدف ټاکلی وو، خو په ښه بالېنګ سره یې لوبه د پای اوورونه ته ورسوله او وتوانېدل چې د پاکستان ډېر لوبغاړي وسوځوي.

افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو یو وار بیا یې په ډېرې ښې لوبې سره د ډېرو پام ځان ته را واړوه.

د لوبې مخامخ حال

Image caption د اسیا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو په دوېمه نيمه پایلوبه کې نن د افغانستان او پاکستان لوبډلې سره مخامخ دي.

پاکستان دغه لوبه په ۸ لوبغاړو وګټله.

د ۴۹ اوور په دوېم توپ د پاکستان توپ وهونکي کامران خان څلوریزه ووهله.

د پاکستان ۸ لوبغاړی هم وسوځېد، خو د لوبې ګټلو لپاره یوازې ۲ منډو ته اړتیا لري.

د پاکستان ۸ لوبغاړی

پاکستان ۱۹۵/۷

د ۴۶ اوور په ۴ توپ سیف الله خان څلوریزه ووهله.

پاکستان په ۱۵ توپونو ۶ نورو منډو ته اړتیا لري چې لوبه وګټي.

د ۴۸ اوور په لومړیو درېو توپونو منډه ونه شوه.

۴۸ اوور

پاکستان په ۱۸ توپونو یوازې ۶ منډو ته اړتیا لري.

په دغه اوور کې د پاکستان توپ وهونکي سیف الله خان یوه څلوريزه ووهله.

د ۴۷ اوور په لومړي توپ پاکستان خپل ۷ لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.

د پاکستان ۷ لوبغاړی

په ۴۶ اوور کې یوازې یوه منډه وشوه.

پاکستان ۱۸۶/۶

۴۶ اوور مسلم موسا ترسره کوي. په لومړیو دوو توپونو منډه نه ده شوې.

۴۶ اوور

پاکستان په ۳۰ توپونو ۱۲ منډو ته اړتیا لري.

دغه اوور سید شېرزاد ترسره کړ او د پاکستان ۲ تکړه توپ هونکي یې وسوځول.

۴۵ اوور د افغانستان لپاره ډېر ښه وو.

۴۵ اوور

حسن رضا چې له ډېره وخته یې توپ وهنه کوله، د منډې جوړولو په وخت وسوځېد.

پاکستان خپل ۶ لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.

۶ لوبغاړی

حسین طلعت چې ۲۲ منډې یې جوړې کړې، د سید شېرزاد په توپ وسوځېد.

د پاکستان لوبډلې ۵ لوبغاړی هم وسوځېد.

۵ لوبغاړی

پاکستان ۱۸۰/۴

د لوبې په ۴۴ اوور کې یوه منډه وشوه.

۴۴ اوور

د پاکستان له اړخه حسن رضا او حسین طلعت ښه توپ وهنه کوي او د دواړو تر منځ تر دې دمه د ۴۸ منډو ملګرتیا شوې ده.

په لوبه کې پاکستان برلاسی دی. په ۴۸ توپونو یوازې ۲۱ نورو منډو ته اړتیا لري.

۴۲ اوور د افغانستان لپاره ښه نه وو، په دغه اوور کې د پاکستان توپ وهونکو ۱۵ منډې جوړې کړې.

۴۲ اوور

د افغانستان د تکړه توپ اچوونکي شرف الدین اشرف اوورونه ۱۰ پای ته ورسېدل. نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

پاکستان په ۵۴ توپونو ۳۶ منډو ته اړتیا لري او ۶ لوبغاړي یې لا هم شته

پاکستان ۱۶۱/۴

د لوبې په ۴۱ اوور کې سید شیرزاد ۲ منډې ورکړې.

۴۱ اوور

Image caption د اسیا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو دوېمه نيمه پایلوبه شارجه کې کېده.

د پاکستان لوبغاړي ډېر په پام لوبه کوي.

په ۳۹ اور کې یوازې یوه منډه ترسره شوه.

پاکستان د لوبې ګټلو لپاره ۳۹ نورو منډو ته اړتیا لري او د شپږو لوبغاړو ترڅنګ ۶۰ توپونه هم لري.

۳۸ اوور

د لوبې ۳۸ اور شرف الدین اشرف وکړ او ۲ منډې یې ورکړې.

پاکستان ته په ۸۳ توپونو ۴۷ منډې په کار دي او ۶ لوبغاړي یې لا هم شته.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند او سریلانکا سره مخامخ دي.

لومړۍ توپ وهنه سریلانکه کړې او هند ته یې د ۲۲۴ منډو هدف ټاکلې

۳۵ اوور

په ۳۵ اوور کې د حسن رضا د یوې څلوریزې پر مټ ۶ منډې وشوې.

پاکستان ۱۵۰/۴

۳۴ اور

د لوبې ۳۴ اوور پرته له منډې پای ته ورسېد.

پاکستان په ۹۴ توپونو ۵۷ نورو منډو ته اړتیا لري.

پاکستان څلورم لوبغاړی

د پاکستان لوبډلې څلورم لوبغاړی هم وسوځېد.

دغه لوبغاړی محمد مجتبی د لوبې په ۳۲ اور کې وسوځاوه.

پاکستان په ۱۸ اورونو کې ۶۳ نورو منډو ته اړتیا لري.

د پاکستان له اړخه حسن رضا او حسین طلعت توپ وهنه کوي.

لوبې جریان

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر نولس کلونو کمې لوبډلو سیالۍ کې پاکستان ۱۲۸ منډې کړې او درې لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان لوبډله په ۴۹ اوور کې په ۱۹۶ منډو وسوځېده.

د پاکستان لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۱۹۷ منډو هدف ورکړل شوی دی.

د افغانستان په لوبډله کې وحیدالله شفق ۴۸ او شاهدالله ۲۷ منډې وکړې.

د پاکستان لخوا په توپ اچونه کې کرامت علي پنځه او سلمان سعید درې افغان لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډله د لوبې د ګټلو لپاره اوسمهال د لوبې ګټلو لپاره په ۱۳۰ بالونو ۶۹ منډو ته اړتیا لري او اووه وېکټې په لاس لري.

د دغې لوبډلې صمیم اسلم په ۷۵ او انعام الحق په ۴۲ منډو سوځول شوي دي.

په افغان بالرانو کې د سید شېرزاد او ضیا الرحمان لخوا یو یو لوبغاړی سوځول شوی او یو پاکستانی لوبغاړی د شاهدالله لخوا په منډه کې سوځول شوی

د لوبې پیل

د اسیا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو په دوېمه نيمه پایلوبه کې نن د افغانستان او پاکستان لوبډلې سره مخامخ دي.

لومړی توپ وهنه افغانستان لوبډلې ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۹۶ منډې جوړې کړې. د پاکستان لوبډلې د هدف په تعقیب کې تر دا مهاله د ۳ لوبغاړو پرمټ ۱۳۰ منډې جوړې کړي.

د پاکستان لوبډله په ۲۲ اورونو کې ۶۷ نورو منډو ته اړتیا لري.

ورته مطالب