هاکي: استراليا نيمه پای لوبې ته لار وموندله

د انځور حقوق PTI
Image caption لومړني دوه ګولونه هند وکړل او ورپسې پر له پسې اووه ګولونه استراليا وکړل

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د هاکي د نړيوال ليګ په وروستي پړاو لوبو کې استراليا په کوارټر فاینل لوبه کې هند ته د ددو ګولونو په مقابل کې په اوو ګولونو ماتې ورکړه.

استراليا په دې سره وتوانېده چې د انګلستان، نوي زيلاند، هالنډ له لوبډلو سره نيمه پای لوبې ته ووځي.

د ډيلي د میجر دهيان چند لوبغالي په دغه لوبه کې هند د لوبې پيل ډېر ښه وکړ، او په لومړنيو ۱۵ دقیقو کې يې استراليا ته دوه ګولونه ورکړل.

خو د هاکي نړیوال اتل استراليا د لوبې تر لومړۍ نيمايي/ وقفې پورې وکولای شول درې ګولونه هند ته ورکړي او مخکې شي.

په دويمه نيمايي کې د استراليا لوبډله په بشپړ ډول پر لوبې واکمنه وه او د هند پر وړاندې يې څلور نور ګولونه ووهل.

که څه هم هند زياته هڅه وکړه چې له استراليا سره مقابله وکړي، خو بريالی نه شو.

هند ته د درې کارنرونو چانس هم په ګوتو ورغی، خو ويې نه شو کړای چې په ګول یې واړوي.

د جمعې په ورځ به د نيمه پای لوبې لومړۍ لوبه د استراليا او هالنډ ترمنځ وي.

هالنډ نيمه پای لوبې ته د لارې موندلو لپاره جرمني ته په دوه يو ماتې ورکولو نيمه پای لوبې ته ووت.

هاکي فوټبال

د جمعې په ورځ به په يوه بله لوبه کې د پنځم مقام د ترلاسه کولو لپاره د جرمني او هند لوبډلو ترمنځ سيالي وي.

په اې ګروپ کې انګلستان خپلې درې واړه لوبې ګټلي او په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري او استراليا له شپږو پواينټونو/ نومرو سره په بي ګروپ کې مخکې دی.

هاکي فوټبال ته ورته لوبه ده، چې هر لوری يولس یولس لوبغاړي لري. لس تنه يې په ميدان کې لوبه کوي او يو تن يې ګول ساتي.

خو له فوټبال سره يې توپير يوازې دا دی چې په فوټبال کې توپ په پښه وهل کېږي او په هاکي کې امسا ته په ورته لرګي وهل کېږي.

د هاکي توپ د کرېکټ د توپ په اندازه دی.

ورته مطالب