په فوټبال کې د نارنجي کارټ دودېدو وړانديز

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي چمپن چې ٥٥ کلن دى تېره دوشنبه د فيفا د مشرۍ لپاره خپلې هلې ځلې پېل کړې.

د فوټبال نړېوال فدراسيون يا فيفا مشرۍ ته نوماند جېرومي شمپاين په فوټبال لوبو کې د نارنجي کارټ د دودېدا وړانديز کړى.

د دغه کارټ د ترلاسه کولو په حال کې به د لوبې له اصولو سرغړونکي لوبغاړي د جزا په توگه په يوې ځانگړې سيمې يا ځاى کې کېنول کېږي.

دغه چاره اوسمهال يواځې د هاکي او رگبي په لوبو کې ترسره کېږي

ښاغلي شمپاين چې ٥٥ کلن دى تېره دوشنبه د فيفا د مشرۍ لپاره خپلې هلې ځلې پېل کړې.

ښاغلى شمپاين وايي د دې مهال را رسېدلى چې د نارنجي کارټ په تړاو جدي فکر وشي، او هغو لوبغاړو ته دې ورکړل شي چې د دوو دريو دقيقو په واټن کې بيا له اصولو سرغړونه کوي.

ښاغلى شمپاين غواړي فوټبال لوبډلو ته په دې هم جزا ورکړل شي چې لوبغاړي د چارواکو د پرېکړو په اړه پوښتنې رامنځته کوي او هيلمن وي چې د مهمو پرېکړو په تړاو ډېر له تکنالوژۍ کار واخيستل شي.

پخواني لوبڅار د ښاغلي شمپاين د دغه وړانديز په تړاو سره ويشلي دي، پلويان يې وايي دا شونې ده چې په فوټبال کې لوبغاړو لپاره جزايي سيمه يا ځاى وټاکل شي، خو بيا مخالفين وايي چې له دې سره به فوټبال تر ډېره د ديکټاټورۍ يا زورواکۍ په يوه لوبه بدل شي.

ښاغلى شمپاين د برازيل د فوټبال وتلي لوبغاړي پلې ملاتړ هم له ځانه سره لري.

د فيفا د مشرۍ لپاره ټاکنې د ٢٠١٥م کال په جون کې د سويس په زوريخ ښار کې تر سره کېږي.

ورته مطالب