کرېکټ: افغانستان پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

د انځور حقوق
Image caption افغان توپ وهونکي نن د تېرو لوبو پرتله بدل ښکارېدل او چټکه لوبه یې وکړه.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرېکیټ ملي لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته بیساري ماتې ورکړه.

پچه یا ټاس پاکستاني لوبډلې وګاټه او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان توپ وهونکي نن د تېرو لوبو پرتله بدل ښکارېدل او چټکه لوبه یې وکړه. دوی د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېدل چې په ټاکل شویو پنځه څلوېښت اوورونو کې خپلې سیالې ډلې ته ۲۶۷ منډې هدف وټاکي.

د افغانستان له لوري حشمت شهیدي د تېرو ورځو په شان نن بیا هم ډېره ښه لوبه وکړه، هغه ۱۰۰ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

عثمان غني ۵۲، احسان الله ۳۴ او ناصر جمال احمدزي ۳۳ منډې جوړې کړې.

خو د توپ وهونکو په شان افغان توپ اچونکو بیا نوره په زړه پورې لوبه وکړه او ټوله پاکستاني لوبډله یې په ۱۸ اوور کې په داسې حال کې ماته کړه چې یواځې ۵۲ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري فرید احمد اووه پاکستاني لوبغاړي وسوځول، ضیأالرحمان دوه او شرف الدین اشرف هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دې سره د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې نه لوبه د ۲۱۴ منډو په توپیر وګټله.

فرید احمد د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د دغو سیالیو د لړۍ دوه لومړۍ لوبې پاکستان ګټلې وې.

ورته مطالب