شرپووا د قطر له ټنس ازادو اتلولیو لیرې شوې

ماریا شرپووا د انځور حقوق Getty
Image caption شرپووا د روانې میاشتې لومړیو کې د استرالیا له ازادو سیالیو هم لیرې وه.

روسۍ ټنس لوبغاړې ماریا شرپووا د قطر ښځینه ټنس له اتلولیو لیرې شوې ده.

ماریا شرپووا د ښځینه ټنس لوبه کې پنځم نړیوال مقام لري.

په پام کې ده چې د قطر دوحه د ښځینه ټنس اتلولۍ د راتلونکې فبرورۍ پر لسمه پیل شي.

شرپووا د روانې میاشتې لومړیو کې د استرالیا له ازادو سیالیو هم لیرې وه.

د لیرې کېدو اصلي لامل د هغې ټپي کېدل و.

که څه هم درېیم مقام یې ساتلی و، خو ټپي کېدو یې دا نړیوال مقام نور هم راټيټ کړ.

امریکایۍ سیرینا ویلیمز لومړی مقام لري، او د بېلاروسیا ویکتوریا ارزینکا بیا دویم مقام ګټلی.

چینایۍ لي نا هم درېیم مقام ګټلی، چې په څلورو لویو اتلولیو کې یې لومړی مقام او جایزه ګټلي دي.

د سلواکیا دومینیکا سیبولکووا هم ملبورن کې ۳۱ مقام اخیستی.

د ګډون کوونکو په لست کې د پولنډ انیسکا رادوانسکا او د چک جمهوریت پټرا کفیتووا او د ایټالیا ساره ایراني او د سربیا ایلینا ینکوویچ، او د جرمني انجلیکا کیربر او د رومانیا سیمونا هم شاملې دي.

ورته مطالب