د انګلستان کرېکټ روزونکي دنده پرېښوده

فلاور د انځور حقوق BBC World Service
Image caption انډي فلاور وايي انګلستان نوي پيل ته اړتیا لري

له استراليا څخه د کرېکټ په پنځه ورځنیو لوبو له پنځه صفر ماتې وروسته ۴۵ کلن انډي فلاور لندن ته په راستنېدا اعلان وکړ چې له دندې لاس په سر کېږي.

ده وویل:

« د یوه نوي پيل لپاره، چې انګلستان له صفره په کې پيل وکړي ماته غوره دا وه چې دا دنده پرېږدم، خپله زه ځان داسې نه وینم چې دا لوبډله اوس نوره پر مخ بوځم.»

د فلاور په روزنه د انګلستان ملي لوبډلې د پنځه ورځنیو لوبو په درو پرله پسې لړیو کې استرالیا ته ماتې ورکړه چې په څو لسیزو کې کم ساری کار و.

انګلستان د ده په لارښونه د شل اوريزو نړیوالو اتلیو جام هم په ۲۰۱۰ کال کې پورته کړ.

خو په دې وروستیو کې ده یوازې د پنځه ورځنیو لوبې لوبډله روزله.

ده د یو ورځنۍ او شل اوریزو لوبو چارې اشلي جایز ته پراېښې وې.

اوس وايي چې نوی روزونکی باید د درو واړو لوبو روزنه په غاړه واخلي.

د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ هیله لري چې ډير ژر نوی روزونکی اعلان کړي.

اټکلونه دا دی چې د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی او روزونکی ګیري کرستین ښايي د دوی روزونکی شي.

انډي فلاور د زمبابوې اوسېدونکی دی او په خپل لوبیز ژوند کې یې د زمبابوې له لورې لوبې کړې وې.

ده ټول ټال ۶۳ پنځه ورځنۍ لوبې د زمبابوې له خوا کړې وې چې د ۱۲ سلیزو په مټ یې په کې د څه باندې ۵۱ په اوسط منډې درلودې.

د روزونکي په توګه هم بریالی و خو وروستۍ لړۍ یې استرالیا ته پنځه صفر وبایلله او دنده یې پرېښوده.

ورته مطالب