''د کرېکټ شورا د غړو ترمنځ احتمالي ټکر''

Image caption د کريکټ د نوې کمېټې خپلواک غړي به استراليا، انګلستان او هند وي

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخوانی کپتان او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي چې د کرېکټ د نړيوالې شورا 'آی سي سي' په نوې جوړېدونکې کمېټه کې د هند، استراليا او انګلستان د نومونو پر سر ټکر رامنځته کېدای شي.

عمران خان وايي که په نوې کمېټه کې دغه درې هېوادونه خپلواک وي، نو دا به پر کرېکټ يوازې د همدغو دريو هېوادونو انحصار وي.

پخواني کرېکټ لوبغاړي عمران خان په يوه مرکه کې وويل، د درې واړو هېوادونو له لوري دغې پېشنهاد شوې مسوودې هغه وختونه ور ياد کړي، چې استراليا او انګلستان په کرېکټ واکمني چلوله.

عمران خان وايي په ۱۹۹۳ کې يې د کرېکټ د نړیوالې شورا په يوه غونډه کې ګډون کړی و او هلته يې چې د استراليا او انګلستان دبدبه وليده هک پک شو.

دی وايي: 'دا هغه مهال و، چې دواړو هېوادونو ته د ويټو حق وو او اوس داسې برېښي چې د هغه مهال د بېرته راتلو هڅې کېږي'.

عمران زیاته کړه چې پاکستان او هند د کرېکټ په نړيوالې شورا کې د استراليا او انګلستان د واکمنۍ په پای ته رسولو کې مهم رول ولوباوه.

خو په خبره يې اوس هند د خپل مالي حيثيت او د انګلستان او استراليا د ملاتړ له امله د کرېکټ نړيواله شورا بيا پخواني حالت ته بيايي.

ده په زغرده وویل که دی د پاکستان په کرېکټ بورډ کې وای، نو په ډېره سختي به يې د دغه نوي تشکیل مخالفت کړی و.

په ۱۹۹۲ کال کې د نړيوال جام ګټونکې لوبډلې کپتان وايي: ''د کرېکټ نړيوالې شورا ته د کرېکټ د ښه کولو او معياري کولو لپاره د يوې کارنده ادارې د جوړولو اړتيا ده او پر دې بايد يوازې د درې هېوادونو انحصار نه وي''.

عمران خان وويل پاکستان ته په کار دي، چې د خپل کرېکټ معیار لوړ کړي او ويسټ انډيز ته هم همدا په کار ده چې مينه وال او خپروونکي اهميت ورکړي.

د کرېکټ د نړيوالې شورا بورډ په وروستيو کې په يوه مهمه غونډه کې د لوړې کچې د يوې پنځه کسيزې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې، چې په هغه کې هند، استراليا او انګستان ته خپلواک غړيتوب ورکړای شوی دی.

ورته مطالب