د ۱۹ کلنو لوبډله د نړيوال جام په هيله

Image caption دغه لوبې د فبروري له ۱۴مې د مارچ تر لومړۍ په عرب متحد اماراتو کې کېږي

د افغانستان تر ۱۹ کالو د ټيټ عمر کرېکټ ملي لوبډله په نړيوال جام کې د ګډون لپاره نن دوبۍ ته ولاړه.

ټاکل شوې د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړيوال جام لوبې د فبروري له ۱۴مې د مارچ تر لومړۍ نېټې په عرب متحد اماراتو کې وشي.

په دغو سياليو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې يو له بل سره سيالۍ کوي او افغانستان به له استراليا، بنګله دېش او نمبيا سره لوبې ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي افغان لوبډله پياوړې ده او دغو نړيوالو سياليو ته بشپړ چمتووالی لري.

د دغې ادارې مشر شهزاده مسعود هيله وښوده چې افغان لوبډله به وتوانېږي په دغه جام کې ښې لاسته راوړنې ولري.

يوازې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو په لاهور ښار کې خپلو پاکستاني همزولو ته بې جوړې ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې له ۲۰۰ منډو په زيات توپير افغان لوبډلې وګتله کتونکي او د لوبو پوهان يې ګوته په غاښ کړل.

د کرېکټ بورډ ادارې مشر شهزاده مسعود وايي دوی خپلې لوبډلې ته لا له وړاندې د تمرين زمينه برابره کړې وه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله پر داسې مهال په نړيوال جام کې لوبېږي، چې ملي لوبډلې هم نړيوال جام ته ځان وېستلی دی.

د کرېکټ نړیوال جام لوبې څو مياشتې وروسته په ګډه په استراليا او نوي زيلاند کې کېږي.

ورته مطالب