کرېکټ: جنوبي افريقا افغانستان ته ماتې ورکړه

Image caption ناصر جمال یوازنی افغان لوبغاړی و، چې د افريقايي بالرانو پر وړاندې يې مقابله وکړه

په متحد عرب اماراتو کې د ۱۹ کلنو په نړيوال جام کې د جنوبي افريقا لوبډلې افغانستان ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه او نيمه پای لوبې ته ووته.

افغان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سر ۱۹۷ منډې وکړې.

د افغان توپ وهوونکو په منځ کې ناصر جمال ښه وځلېد او د ۴ څلوريزو پر مټ يې ۶۱ منډې وکړې.

لوبه د شارجې په نړيوال لوبغالي کې کېږي.

افغان لوبډلې کوارټر فاينل ته د رسېدو لپاره د استراليا په څېر پياوړې لوبډلې او نمېبيا ته ماتې ورکړه. خو د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې يې خپله لومړنۍ لوبه بنګله دېش بايللې ده.

د لوبې تازه جزييات:

د دوی دواړو ترمنځ د ۵۸ منډو شراکت وشو.

ايدين مارکرم ۱۰۵ او کريون کرسټوفلز منډې وکړې او جنوبی افريقا يې بري ته ورسوله.

جنوبي افريقا د افغانستان د ۱۹۸ منډو هدف په ۳۹،۲ اوور کې بشپړ کړ.

ده ۱۰۵ منډې په ۱۱۸ توپونو کړي چې ۹ څلوريزې هم په کې دي.

آېدين مارکرم خپله سليزه بشپړه کړه.

جنوبي افريقا د لوبې ګټلو ته بیخي ورنژدې ده.

جنوبي افريقا اوس په ۱۲ اوورونو کې يوازې ۱۵ منډو ته اړتيا لري.ده ۵۰ منډې په ۸۴ توپونو بشپړې کړې.

کريون کرسټوفلز ۵۰ منډې پوره کړې

په دويمه ويکټه تراوسه د ۱۳۰ منډو شراکت شوی دی.

آېدين مارکرم په ۸۵ منډو ولاړ دی.

کريون کرسټوفلز له پنځوسیزې یوازې ۳ منډې وروسته پاتې دی.

هغه مهال چې د افغانستان د منډو شمېر ۱۶۷ اووه افغان لوبغاړي سوځېدلي وو.

داسې برېښي چې پر لوبې جنوبي افریقا خپله ولکه نوره هم ټينګه کړې ده.

د جنوبي افريقا د منډو اوسط اوس په اوور کې ۴، ۷۴ دی.

جنوبي افريقا اوس یوازې ۳۸ منډو ته اړتيا لري او نهه لوبغاړي ورسره پاتې دي.

۳۳ اوورونه شوي ۱۵۸ منډې دي او یو لوبغاړی سوځېدلی دی.

د جنوبي افريقا لومړنۍ وېکټه هغه مهال ولوېده، چې د افريقا د منډو شمېر ۴۰ وو.

د دواړو ترمنځ د ۱۰۰ منډو شراکت بشپړ شو.

آيدن مارکرم ۶۸ منډې لري او کرېون کرستوفلز په ۳۹ منډو ولاړ دی.

جنوبي افريقا ته په کار ده چې په ۱۲۰ توپونو ۶۰ منډې وکړي.

جنوبي افريقا اوس يوازې ۶۰ منډو ته اړتيا لري، ۹ لوبغاړي يې پاتې دي.

افغان لوبډلې د همدومره منډو پر وخت څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

جنوبي افريقا په ۲۸ اوور کې ۱۲۸ منډې لري او يو یوازې يو لوبغاړی يې سوځېدلی دی.

داسې برېښي چې ج افريقا په لوبې خپله ولکه ټينګوي.

محمد مجتبی دوه اوورونو کړي ۱۳ منډې يې ورکړي.

ضياء اکبر ۶ اوورونه کړي ۱۹ منډې يې ورکړي، يوه وېکټه يې اخيستې ده.

مسلم موسی ۶ اوورونه کړي ۲۴ منډې يې ورکړي.

عبدالله عديل ۳ اوورونه کړي ۱۴ منډې يې ورکړي.

شرف الدين اشرف تر اوسه پنځه اووره کړي ۲۸ منډې يې ورکړي دي.

آيدېن مارکرم د افریقا لپاره پنځوسيزه ووهله او اوس په ۵۰ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

ج افريقا ۱۰۵ منډې لري، ۲۴م اوور دی.

هغه مهال چې د افغان لوبډلې منډې ۱۰۰ وې څلور لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

۲۴م اوور روان دی. يو لوبغاړی سوځېدلی.

د ج افريقا منډې له ۱۰۰ واوښتې.

۲۰ اوورونه پوره شول او د منډو شمېر ۸۰ ده، يو لوبغاړی سوځېدلی دی.

بل ولاړ لوبغاړی ګېروېن کرسټوفلز دی چې ۱۴ منډې لري.

د ج افريقا توپ وهونکو آيدېن مارکرم په ۲۹ منډو ولاړ دی او دوه څلوريزې يې وهلي دي.

په ۱۸ اوور کې د افغانستان د منډو شمېر ۸۱ و او درې لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

تر اوسه ۱۸،۳ اوورونه شوي او ج افريقا د یوه لوبغاړي د سوځېدو پر سر ۷۱ منډې کړي دي.

ج افريقا په ۳۳ اوورونو کې ۱۳۱ منډو ته اړتيا لري او نهه لوبغاړي يې پاتې دي.

د منډو اوسط په اوور کې ۳، ۸۵ دی.

تر اوسه ۱۵ اوورونه شوي، ۵۷ منډې دي او د ج افريقا یو لوبغاړی سوځېدلی دی.

افریقا اوس په ۳۷ اوورونو کې ۱۴۶ منډو ته اړتيا لري.

د ج افريقا لومړنۍ وېکټه ضياء اکبر واخيسته. کلايډ فورټيون په ۳۲ توپونو ۳۲ منډې کړې دي.

دولسم اوور روان دی او منډې ۴۲ دي.

د ج افریقا د منډو اوسط له څلورو راښکته شو او اوس په اوور کې ۳، ۵۰ ده.

ج افريقا په ۱۰ اوورونو کې ۴۰ منډې کړي او يو لوبغاړی یې سوځېدلی دی.

د جنوبي افريقا لومړنۍ لوبغاړی وسوځېد.

د منډو اوسط یې په اوور کې ۴،۸۰ ده.

جنوبي افريقاپه اتو اوورونو کې ۴۰ منډې لري تر اوسه يې کوم لوبغاړی له لاسه نه دی ورکړی.

جنوبي افريقا لوبه پيل کړه

په دې سره افغان لوبډلې جنوبي افريقا ته د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان وروستۍ وېکټه هم په ۱۹۷ منډو ولېده.

ناصر جمال یوازنی افغان توپ وهوونکی و، چې د جنوبي افريقا د بالرانو پر وړاندې يې مقابله وکړه.

ناصر جمال بلاخره له ۶۱ منډو کولو وروسته رن اوټ/ په منډه کې وسوځېد.

افغانستان خپله نهمه ويکټه په ۱۹۷ منډو له لاسه ورکړه.

يوازې يو اوور پاتې دی.

افغان لوبډله زيار باسي چې په وروستي اوور کې د خپلو مڼدو شمېر له ۲۰۰ واړوي.

د افغانستا د لوبې یوازې دوه اوورونه پاتې دي.

افغانستان ۴۸ اووره لوبولي ۱۹۱ منډې لري او اته لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

ناصر جمال نيمه سليزه/ پنځوسيزه ووهله او اوس په ۵۷ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

د افغان لوبغاړو منډې:

ناصر جمال ۶۱، ۴ څلوريزې

عبدالله عاد ۳

مسلم موسی ۲

شرف الدين اشرف ۱۲

يونس خان ۹

وحيدالله شفق ۱۸

حشمت الله شيدي ۱۳، ۳ څلوريزې

احسان الله ۳۰ ، ۴ څلوريزې

عثمان غني ۳۶، ۵ څلوريزې ۲ شپږيزې

محمد مجتبی 0

افغانستان په ۴۶ اوور کې ۱۸۲ منډې لري او اته لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

عبدالله عادل اوس لوبې ته راووت.

مسلم موسی ۱۲ توپونه ولوبول او يوازې دوه منډې يې وکړې.

افغانستان خپله اتمه ويکټه هم له لاسه ورکړه.

د افغانستان د منډو اوسط اوس بېرته له ۴ راولوېد.

په ۴۴ اوور کې د افغانستان منډې ۱۷۵ دي اووه لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

ناصر جمال په ۴۳ منډو ولاړ دی، ده ۷۳ توپونه لوبولي دي.

مسلم موسی لوبې ته راوتلی او دوه منډې يې کړي دي.

د افغانستان د منډو اوسط بېرته په اوور کې له څلورو منډو پورته شو.

د ۴۱ اوور لوبه روانه ده افغانستان ۱۶۷ منډې لري او اووه لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

شرف الدین اشرف ۱۲ منډې وکړې چې يوه شپږيزه او يوه څلوريزه په کې وه.

افغان لوبډلې خپله اوومه وېکټه هم له لاسه ورکړه.

افغانستان په ۳۹ اوور کې ۱۵۵ منډې لري او شپږ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

يونس خان په نهو منډو د جسټن ډېل په توپ برېدلي ډایل کېچ اوټ/ قاف کړ.

افغانستان شپږمه ويکټه له لاسه ورکړه.

افغان لوبډله هڅه کوي، چې ويکټې وساتي او په وروستيو اوورنو کې لوبه تېزه کړي.

د افغانستان د منډو اوسط په اوور کې ۳،۸۶ ته راښکته شو.

اوور ۳۷، ۱۴۳ منډې، پنځه لوبغاړي سوځېدلي.

افغانستان په پيل کې تېزه لوبه پيل کړې وه، خو د درېمې ويکټې له لوېدو وروسته يې لوبه ورو شوه.

د منډو اوسط په اوور کې اوس ۳،۹۴ ده.

افغانستان په ۳۵ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۳۸ منډې لري.

يونس خان اوس لوبې ته راووت او دوه منډې يې وکړې.

افغان لوبډلې خپله پنځمه ويکټه له لاسه ورکړه. وحيدالله شفق په ۱۸ منډو رن اوټ/ په منډه کې وسوځېد.

وحيد الله ۱۸ منډې په ۳۶ توپونو کړي، هغه هم دوه څلوريزې وهلي دي.

ناصر جمال په ۴۶ توپونو تر اوسه ۲۸ منډې کړي او دوه څلوريزې يې وهلي دي.

د منډو اوسط په لومړي ځل په اوور کې له څلورو يو څه راښکته شوی دی.

ناصر جمال ۲۳ منډې او وحيدالله شفق ۱۱ منډې لري.

افغانستان په ۳۰ اوورنو کې ۱۲۲ منډې لري، څلور لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

افغانستان په ۲۵ اوورنو کې ۱۰۴ منډې لري ۴ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

بل افغان لوبغاړی وحيدالله اوس لوبې ته راوتلی دی.

احسان الله په ۳۰ منډو وسوځېد.

افغانستان خپلې ۱۰۰ منډې پوره کړې، خو څلورم لوبغاړی يې هم وسوځېد.

احسان الله په ۳۰ منډو ولاړ دی.

افغانستان په ۲۲ اوورونو کې ۹۹ منډې لري او درې لوبغاړي يې سوځېدلي دي

احسان الله په ۲۳ منډو او ناصر جمال په ۱۰ منډو ولاړ دي.

د منډو اوسط اوس ۴،۷۱ ته پورته شو.

د افغانستان د دريمې ويکټې له لوېدو وروسته لوبه يو څه سوکه شوې وه، خو اوس بېرته تېزه شوه.

افغانستان په ۲۰ اوورنو کې ۸۶ منډې کړي او درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي.

دا وخت د افغانستان د منډو اوسط ۴، ۵۱ ده.

عثمان غني په ۳۶ منډو سوځېدلی دی.

حشمت الله شيدي له ۱۳ منډو وروسته وسوځېد.

محمد مجتبی په صفر سوځېدلی.

په ۱۸ اوور کې د افغانستان د منډو شمېر ۸۱، درې لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

افغان لوبډله ۷۲ منډې لري او دوه لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

تر اوسه ۱۵ اوورونه شوي دي.

ورته مطالب