اسیا کرېکېټ کپ: پاکستان افغانستان مات کړ

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان لوبډله په ۱۷۶منډو اوټ شوه

د آسیا کپ د لوبو په لړ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نن د افغانستان لوبې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه.

پچه افغانستان وګټله او پاکستان ته یې د منډو بلنه ورکړه.

پاکستان په خپلو پنځوسو اورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان قسمت هغه وخت بدل شو چې سمیع الله شنواري د عمر اکمل کېج هغه وخت وغورځاوه چې نوموړي ډېرې کمې منډې کړې وې.

خو بخت ورسره یاري وکړه او له دې چانس وروسته پر وېکټه ودرېد او خپله سلیزه یې پوره کړه.

د همده د سلیزې په مرسته پاکستان له خطرناک حالته را ووت او خپلې منډې یې ۲۵۰ ته ور نږدې کړې.

په ځواب کې د افغانستان پیل هم بد نه و. په لومړیو ۱۵ اورونو کې یې یوازې یو لوبغاړی وسوځېد.

نور علي ځدراڼ ۴۴ منډې وکړې. تر ده وروسته اسغر ستانکزی او نوروز منګل هم په وېکټه ټینګ شول او د ۷۴ منډو ملګرتیا یې وکړه.

خو بیا د لوبې حالت بیخي بدل شو. د افغانستان منډه وهونکي یو په بل پسې وسوځېدل او په پای کې ټوله لوبډله په ۱۷۶ اوټ شوه.

ګټل او بایلل په خپل ځای، خو ډېری شنونکي په دې نظر وو چې افغانستان په دې لوبه کې ډېر ښه وځلېد.

که افغان لوبډله پر خپل فیلډنګ او بېټنګ لږه خواري وکړي نو احتمال شته چې په راتلونکي کې ښې پایلې ترلاسه کړي.

ورته مطالب