افغان تکواندو لوبډلې له ایرانه درې مډالونه راوړل

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان تکواندو له لوبډلې ۱۱ لوبغاړو او دوو روزونکو او دوو منځګړو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان د اولمپیک کمېټه وايي، د تکواندو ملي لوبډلې ایران کې د تکواندو سیالیو لړ کې درېیم مقام ګټلی او درې مډالونه یې ترلاسه کړي دي.

دغه سیالۍ د ایران په کوربه توب د فجر په نامه اتلولیو پنځه ویشتم پړاو پرمهال ترسره شوې دي.

په سیالیو کې نهو هېوادونو ګډون درلود.

د افغانستان تکواندو له لوبډلې ۱۱ لوبغاړو او دوو روزونکو او دوو منځګړو په کې ګډون کړی و.

افغان تکواندو لوبغاړي محمود حیدري په ۵۸ کیلوګرامه وزن کې خپل ایراني حریف ته ماتې ورکړه او یو مډال یې وګاټه.

مسعود کریمي هم خپل ایرانی سیال مات کړ او د برونزو یو مډال یې خپل کړ.

په ښځینه لوبغاړو کې افغان لوبغاړې زهرا ابراهمي هم د برونزو یو مډال ترلاسه کړ.

په پام کې ده، چې افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ (کب ۱۱) کابل ته راستنه شي.

تېره ورځ د افغانستان د کریکټ لوبډلې بنګله دېش کې د اسیايي جام اتلولیو کې کوربه بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

په ۲۰۱۲ کال د افغانستان د تکواندو ښځينه او نارينه ملي لوبډلې د ايران د فجر نومي نړيوال جام په ترڅ کې دويمه راغلې وه.

د تکواندو فدراسيون کابو ۲۱ کاله مخکې د افغانستان د اولمپيک د ملي کميټې د جوړښت برخه گرځېدلى و او اوسمهال د افغانستان په ټولو ۳۴ ولايتونو کې څانگې لري، چې د اړوندو چارواکو په وينا څه باندې څلويښت زره لوبغاړي په کې په لوبو بوخت دي.

ورته مطالب