پیټر انډرسن د افغان کریکټ اکاډیمۍ روزونکی شو

پیټر انډرسن د انځور حقوق
Image caption نور محمد مراد وايي، هیله یې دا ده چې د پیټر هڅې د افغانستان پر کریکټ بورډ نېِغ په نېغه ښې اغېزې وکړي.

د افغانستان کریکټ بورډ ویلي، چې د پاپوا نیو ګیني ټیم مخکنی روزونکی پیټر انډرسن یې د افغانستان د کریکټ ملي اکاډیمۍ د نوي روزونکي په توګه ټاکلی دی.

اټکل دی، چې نوموړی خپله دنده د راتلونکې اپریل پر ۱۵ پیل کړي او د کابل کریکټ سټډیم اکاډیمۍ کې به مېشت وي.

د کریکټ بورډ مشر ډاکټر نور محمد مراد وویل: ((خوښ یو چې نن پیټر انډرسن ته کریکت بورډ کې هرکلی وایو، نوموړی د کریکټ اکاډیمۍ نوی مشر ټاکل شوی. نوموړی به موږ ته د خپلو تېرو څو کلونو تجربې راوړي، هغه تجربې چې استرالیا او په نړیواله کچه یې ترلاسه کړې دي)).

پاپوا نیو ګیني کې د هغه مخکنۍ تجربه به افغانستان کې د روزنې برخه کې له پیټر سره ډېره مرسته وکړي.

نور محمد مراد وايي، هیله یې دا ده چې د پیټر هڅې د افغانستان پر کریکټ بورډ نېِغ په نېغه ښې اغېزې وکړي.

انډرسن وړاندې دوه کاله د پاپوا نیو ګیني د کریکټ ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی.

هغه په ملي ټیم کې د کریکټ ۱۷ کلن او ۱۹ نارینه او ښځینه دواړه لوبغاړي روزلي دي.

انډرسن له ۱۹۸۷ راهیسې د استرالیا د کریکټ له خوا د ښې روزنې په برخه کې ستایل شوی دی.

هغه د استرالیا له کوین لېنډ او د استرالیا سوېلي کریکټ ټولنې سره کار کړی دی.

نوموړی له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کریکټ د روزنکې په توګه دنده مخته وړي.

هغه په لومړي ځل کریکټ کې د ویکټ ساتنې/بېټسمن په توګه دنده پیل کړې ده.

ورته مطالب