افغانستان هانګ کانګ ته ستره ماتې ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شفيق الله يوازې په ۲۴ توپونو ۵۱ منډې وکړې

د ۲۰ اووريز نړیوال جام د سياليو په لړ کې نن افغانستان هانګ ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

هانګ کانګ پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اوورونه يې کې د اتو لوبغاړو په سر ۱۵۳ منډې وکړې.

په شل اووريزو لوبو کې د شاوخوا ۱۵۰ منډو هدف پياوړی هدف بلل کېږي، خو افغان توپ وهونکو وکولای شول نن دغه هدف په اسانۍ پوره کړي.

د افغان لوبډلې پيل نن د نورو لوبو په توپير ښه و، او محمد شهزاد د ۳ شپږيزو پر مټ ۶۸ منډې وکړې.

اصغر ستانکزي ۱۳ منډې وکړې او نجيب ترکی په اوو منډو وسوځېد.

دا هغه وخت و، چې د نن لوبې بل ځلېدلی افغان لوبغاړی شفيق الله لوبې ته راووت او له محمد شهزاد سره يې لوبه کابو کړه.

د محمد شهزاد له سوځېدو وروسته کپتان محمد نبي لوبې ته راووت، خو ډېر وخت يې شفيق الله ته ورکاوه، چې د مخالفو بالرانو له توپ سره بلد شوی و.

شفيق الله يوازې په ۲۴ توپونو ۵۱ منډې وکړې. د ده په اننګز کې ۳ شپږېزې او ۵ څلوريزې شاملې وې.

افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته بايللې وه، خو نن يې دويمه لوبه له هانګ کانګ نه وګټله.

ورته مطالب