زمبابوې هالنډ ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د لومړۍ درجې هېواد، زمبابوې خپله لومړنۍ لوبه ايرلنډ ته وبايلله

د کرېکټ د ۲۰ اووريز نړیوال جام اتلوليو په لړ کې نن زمبابوې هالنډ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

هالنډ د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ پرېکړه وکړه.

د هالنډ په لوبه کې ځانګړې خبره د کاپر ۷۲ منډې وې، چې د ۹ څلوريزو او يوې شپږېزې پر مټ يې وکړې.

د کرېکټ د پنځم ۲۰ اووريز نړیوال جام اتلوليو په لړ کې نن د هالنډ او زمبابوې ترمنځ سيالي کېږي.

هالنډ د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

دا ځل د ۲۰ اووريزو کرېکټ لوبو نړیوال جام په دوو پړاوونو کې کېږي.

په لومړي پړاو کې به د اتو لوبډلو ترمنځ لوبې کېږي او د سر سر دوه لوبډلې به يې د نړۍ له لسو غوره لوبډلو سره يو ځای کېږي.

دغه دوه لوبډلې به بيا د نړۍ له اتو پياوړو لوبډلو سره لوبېږي.

بنګله دېش او زمبابوې د لومړۍ درجې لرونکې دي، خو تر نورو اتو پياوړو لوبډلو يو څه کمزورې دي.

د سې شنبې په ورځ افغانستان هانګ کانګ ته په اسانۍ سره په اوو وېکټو ماتې ورکړه او بنګله ديش نيپال ته بيا په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

په الف ګروپ کې د افغانستان، بنګله دېش، نيپال او هانګ کانګ لوبډلې او په ب ګروپ کې يې زمبابوې، ايرلنډ، متحد عرب امارات او هالنډ لوبډلې شاملې دي.

تر دې وړاندې افغانستان خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته بايللې وه او په الف ګروپ کې بنګله ديش تر اوسه مخکې دی.

داسې بريښي چې د الف ګروپ بنګله دېش به د نړۍ له اتو غوره لوبډلو سره لوبېږي، خو که بنګله دېش راتلونکې لوبه په زيات توپير وبايلي او افغانستان بله لوبه په زيات توپير وګټي، نو بيا د افغانستان چانس ډېر دی.

ورته مطالب