محکمې د هند کرېکټ بورډ مشر استعفا غوښتې

د انځور حقوق Getty
Image caption محکمې ښاغلي نواسن ته دوه ورځې ړخت ورکړی چې خپله پرېکړه وکړي

د هندوستان يوې لوړې محکمې د هند کرېکټ بورډ اوسني مشر این سري نواسن نه د دندې پرېښودو غوښتنه کړې.

ښاغلی نواسن د آی- پي- اېل په لوبو کې، د یو شمېر نورو کسانو په ګډون په فساد تورن دی.

د محکمې یوهّ قاضي ای کی پاټنک وویل

"ښاغلی نواسن باید خپله دنده پرېږدي، که نه نو محکمه به مجبوره شي چې له دندې یې ګوښه کړي، څنګه یو کس کولای شي چې له دومره تورونو سره سره بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکړي"

د هند کرېکټ بورډ مشر سري نواسن د هندوستان پریمیر لیګ يا د غوره لیګ په لوبو کې د چېنای سوپر کېنګز لوبډلې خاوند هم دی.

د هند پریمیر لیګ د ۲۰۱۳ کال لوبو کې د فساد او درغلۍ ځینې قضیې ثبت شوې چې له مخې یې ښاغلی نواسن، د هغه زوم ګرنات میپين او د وتلي کرېکټ لوبغاړي مهندراسنګ دهوني په ګډون ځېنې نور کسان په کې ښکېل ګڼل شوي دي.

په ای پي اېل کې د فساد قضیه هغه مهال منځته راغله، چې د تېر کال په دغو لوبو کې هندي پوليسو د راجسټان رویالز درې لوبغاړي ونيول.

ښاغلي دهوني او سري نواسن پر ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي.

محکمه اوسمهال د دغې قضیې څېړنه کوي، او په همدې لړ کې یې له ښاغلي نواسن غوښتي چې د محکمې تر پرېکړې دې خپلې دندې ته نه ورځي.

ورته مطالب