د هيلز سليزې انګلستان ته لوبه وګټله

د انځور حقوق AP
Image caption جې وردنې په ۵۱ توپونو ۸۹ تېزې منډې وکړې

په بنګله دېش کې د نړیوالو ۲۰ اووريزو سياليو په لړ کې د انګلستان توپ وهونکي الېکس هيلز د يوې تاريخي سليزې په وهلو خپله لوبډله بري ته ورسوله.

هيلز يوازې په ۶۴ توپونو ۱۱۶ منډې وکړې او د ۱۹۰ منډو سخت هدف ته په رسېدو کې يې مهم رول ولوباوه.

د پنجشنبې پر ورځ لوبه کې انګلستان د لوبې پچه وګټله او سريلانکا ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه.

د سريلانکا لپاره مهيلا جې وردنې او تلکارتنې دلشان په زړه پورې لوبه وکړه او د سريلانکا منډې يې ۱۸۹ ته ورسولې.

جې وردنې په ۵۱ توپونو ۸۹ تېزې منډې وکړې او کېچ اوټ شو.

دلشان هم ښه لوبه وکړه او په ۴۷ توپونو يې ۵۵ منډې وکړې، د دوی دواړو ترمنځ د ۱۴۵ منډو شراکت وشو.

په دغه لوبه کې د انګلستان لوبغاړو ښه توپ ټولونه و نه کړه او څو قپونه/کيچونه يې وغورځول.

د ۱۹۰ منډو د پوره کولو په هڅه کې د انګلستان دوه لوبغاړي د پیل په اوورونو کې وسوځېدل، خو الېکس هيلز او اوين مورګن لوبه کابو کړه او په دريمه ويکټه يې د ۱۵۰ منډو شراکت وکړ.

مورګن د ۷ څلوريزو او ۲ شپږيزو پر مټ په ۳۸ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

هغه مهال چې مورګن وسوځېد انګلستان ته د بري لپاره په ۲۸ توپونو ۳۸ منډې پاتې وې او اووه لوبغاړي يې هم لرل.

د مورګن له سوځېدو وروسته هم هیلز خپل همت له لاسه ور نه کړ او خپلې تېزې لوبې ته يې ادامه ورکړه.

ده په ۱۹م اوور کې د شپږيزې په وهلو په ۲۰ اووريزو سياليو کې خپله لومړنۍ سليزه بشپړه کړه.

په وروستي اوور کې انګلستان ته د لوبې د ګټلو لپاره د شپږو منډو اړتيا وه او هيلز په لومړي توپ شپږيزه ووهله او د سريلانکا پياوړې لوبډله يې ماته کړه.

هيلز د ۱۱ څلوريزو او ۶ شپږيزو پر مټ ۱۱۶ منډې وکړې. دی د دغې لوبه غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا په دغو سياليو کې د سريلانکا لومړنۍ ماتې او د انګلستان لومړی بری و.

د پنجشنبې په يوه بله په زړه پورې لوبه کې جنوپي افريقا هالنډ ته ماتې ورکړه.

ورته مطالب