د کرېکټ د ۲۰ اووريز نړیوال جام دوه سيالۍ

د انځور حقوق Getty
Image caption ويرات کوهلي او روهیت شرما د بنګله ديش پر وړاندې ښه لوبه وکړه

په بنګله دېش کې د کرېکټ نړیوال ۲۰ اووريز جام اتلوليو په لړ کې ويسټ انديز استراليا او هند کوربه لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

هند په دغو اتلوليو کې تر اوسه درې لوبې کړې او درېواړه يې ګټلې دي.

هند اوس په خپل ګروپ کې له شپږو پواينټونو سره لومړی ځای لري او اوس به يوازې له استراليا سره لوبه ولري.

د هند لوبډلې پاکستان، ويسټ انډيز او بنګله ديش ته په ماتې ورکولو منځلوبې/سيمي فاينل ته وتلې ده.

د هند لوبډلمشر/کپتان مهندر دهوني په پرله پسې دريم ځل پچه وګټله او مخالفې لوبډلې ته يې د بېټنګ بلنه ورکړې او ورکړای شوی هدف يې په اسانۍ پوره کړی دی.

بنګله دېش هند ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ، چې هند دغه هدف يوازې د دوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر بشپړ کړ.

د هند لپاره ويرات کولي ښه لوبه وکړه او تر پايه ونه سوځېد.

د هند ورو/سپېن بالرانو له لومړيو د بنګله دېش توپ وهونکو ته ستونزې جوړې کړې او ايشون او اميت مشرا درې، درې بنګله ديشي لوبغاړي وسوځول.

د بنګله ديش توپ وهونکي انعام الحق تر نورو ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې لپاره يې ۴۴ منډې وکړې.

د ب ګروپ په بله سيالۍ کې ويست انډيز استراليا ته ماتې ورکړه.

په ب ګروپ کې ويسټ انډيز د دريو لوبو دوه هغه يې ګټلې دي. پاکستان تر اوسه دوه لوبې کړې، يوه يې ګټلې او به بله يې بايللې ده.

په ب ګروپ کې بنګله ديش دوه لوبې کړي او دواړه يې بايللې دي. استراليا هم دوه لوبې کړې چې دواړه يې بايللې دي.

ورته مطالب