پاکستان د ۲۰ اووريز جام سياليو نه ووت

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستاني بېټسمينانو په ماتولو کې تر ټولو ستر رول د ويسټ انډيز ورو بالر سيميويل بدري ولوباوه

په بنګله دېش کې د کرېکټ د نړیوال جام سياليو په لړ کې ويسټ انډيز پاکستان ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووت.

ويسټ انډيز به سبا پنجشنبه په نيمه پای لوبه کې د سريلانکا له لوبډلې سره لوبېږي.

ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړی يې پخپله د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او د شپږو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۱۶۶ منډې وکړې.

که څه هم په لومړي سر کې د وېسټ انډيز توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل او داسې برېښېده چې ټوله لوبډله به يې شاوخوا په ۱۳۰ منډو وسوځي، خو وروستيو توپ وهونکو ښکلې لوبه وکړه.

پاکستان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ايله ۸۲ منډې وکړې.

دا په شل اووريزو نړیوالو سياليو کې دويم ځل دی چې پاکستان دومره کمې منډې کوي. په ۲۰۱۲ کال کې هم ټول پاکستاني لوبغاړي د استراليا پر خلاف په ۷۴ منډو وسوځېدل.

د ويسټ انډيز او پاکستان ترمنځ لوبه کې د پاکستان د لوبې پيلوونکی لوبغاړی احمد شهزاد چې په تېره لوبه که يې ۱۱۱ منډې کړې وې، پرته له کومې منډې په لومړي توپ وسوځېد.

دی، د ويسټ انډيز بريدګر بالر سېنټوکي (ال بي ډبلو) وسوځاوه.

کامران اکمل چې پاکستان پرې ډېره تکيه کوله هم، پرته له کومې منډې په خپله مخه ولاړ.

استراليا او بنګله ديش

عمر اکمل په يوه منډه، شعيب ملک په دوو منډو او کپتان محمد حفيظ په ۱۹ منډو سوځېدو سره پاکستاني نندارچيان خپه شول.

د پاکستاني بېټسمينانو په ماتولو کې تر ټولو ستر رول د ويسټ انډيز ورو بالر سيميويل بدري ولوباوه.

بدري په څلورو اوورونو کې يوازې ۱۳ منډې ورکړې او څلور پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول.

د صهيب مقصود، سهيل تنوير او شاهد اپريدي وېکټې سنيل ناراين واخيستې.

دواړو بالرانو له ويکټ ساتونکي هم ډېره مننه وکړه، ځکه چې څلور لوبغاړي يې سټمپ اوټ کړل.

په يوه بله لوبه کې استراليا د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه. بنګله دېش په دغو سياليو کې يوه لوبه هم ونه ګټله.

ورته مطالب