د سريلانکا کرېکټ لوبډله پايلوبې ته ووته

د انځور حقوق Getty
Image caption دا دريم ځل دی چې د سريلانکا لوبډله د کرېکټ د نړیوال ۲۰ اووريز جام سياليو پایلوبې ته وځي

په بنګله دېش کې د کرېکټ د نړیوال جام سياليو په نيمه پايلوبه کې چې د باران له امله وځنډېده سريلانکا ويسټ انډيز ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

د لومړۍ نيمه پایلوبې، پايله د کرېکټ د نړیوالې شورا د ځانګړې پرېکړې له مخې وشوه، ځکه د سخت باران له امله د ويسټ انديز بېټنګ نيمګړی پاتې شو.

هغه وخت چې باران پيل وکړ ويسټ انديز په ۱۴ اوورنو کې د څلورو لوبغاړو پر سر ۸۰ منډې کړې وې، په داسې حال کې چې ويسټ انديز بايد په ۱۳،۵ توپونو ۱۰۷ منډې درلودای.

دغه مهال ويسټ انډيز له ټاکلي هدف نه ۲۷ منډې وروسته پاتې و.

دا دريم ځل دی چې د سريلانکا لوبډله د کرېکټ د نړیوال ۲۰ اووريز جام سياليو پایلوبې ته وځي.

د پرونۍ لوبې پچه د سريلانکا کپتان لستهـ ملنګا وګټله او د بېټنګ پرېکړه يې وکړه او له يوه ښه پيل وروسته يې بېټنګ لاين مات شو، خو تهرې مانې او میتهيوز وکړای شول د سريلانکا منډې ۱۶۰ ته ورسوي.

سريلانکا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ويسټ انډيز ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په پيل کې د تلکارتنې دلشن او کوش پرېرا څو ښکلو شاټونو د سريلانکا منډې په ۴ اوورونو کې ۴۱ ته ورسولې، خو سر په سر د دوو لوبغاړو سوځېدو د منډو دغه رفتار کم کړ.

کوشل پرېرا د ۲ شپږيزو او ۲ څلوريزو پر مټ ۲۶ منډې وکړې او د سينتوکي په توپ يې وېکټه ولګېده او بيا مهيلا جې وردهنې پرته له کومې منډې، په منډه کې وسوځېد.

تهرې مانې د ۳ څلوريزو او ۲ شپږيزو پر مټ ۴۴ منډې وکړې. اينجيلو ميتهيوز يوازې په ۲۳ توپونو ۴۰ منډې وکړې چې درې څلوريزې او ۲ شپږېزې په کې وې.

د سنيل ناراين اغېزناکه توپ اچوونه يو ځل بيا د ليدو وړ وه، که څه هم هغه کومه وېکټه وانخيسته، خو په څلورو اوورونو کې يې يوازې ۲۰ منډې ورکړې.

ورته مطالب