چلسي د چیمپینز لیګ نیمه پایلوبې ته ووت

د انځور حقوق AFP
Image caption د چلسي پرتګالی روزونکی جوزي مرینو له لوبې وړاندې ویلي و چې ډاډه دی لوبډله به یې وځلېږي

د اروپا د اتلو کلبونو (چیمپینز لیګ) په سیالیو کې تېر ماښام (اپریل ۸ مه) د انګلستان د مخکښ لیګ لوبډلې چلسي د فرانسې پي ـ اېس ـ جي ته ماته ورکړه او نيمه پایلوبې ته ولاړه.

دغه لوبه چلسي دوه صفر وګټله.

پي ـ اېس ـ جي د منځلوبو د لړۍ لومړۍ لوبه چې یوه اونۍ وړاندې ترسره شوه، درې یو (۱-۳) ګټلې وه.

لوبه کې لا له وړاندې پي ـ اېس ـ جي د ګولونو په توپیر مخته وه او خورا ګرانه ښکارې ده چې چلسي دې وکولای شي دغه لوبه وګټي.

د لوبې لومړی ګول د چلسي اندې شرل د لوبې په ۳۲مه دقیقه کې وکړ او د چلسي لوبډله یې مخته کړه.

د لوبې په وروستیو دقیقو کې ډیمبا با د چلسي لپاره دویم ګول وکړ او دا ډول چلسي دغه لوبه دوه صفر وګټله.

په پای کې دواړو لوبډلو درې ګولونه لرل، خو چلسي د سیال په لوبغالي کې په ګول کولو بری ترلاسه کړ.

نن (اپریل ۹مه) به د منځلوبو د لړۍ دوه نورې لوبې هم وشي.

لومړۍ هغه د انګلستان مخکښ لیګ لوبډلې مانچسټر یونایټډ او باین میونېخ تر منځ ده.

په دویمه لوبه کې بیا د اسپانیا اتله لوبډله بارسلونا اټلېټیکو مادرید سره مخامخ ده.

ورته مطالب