''محمد عامر به ډېر ژر کرېکټ ته ستون شي''

Image caption محمد عامر او دوو نورو پاکستاني لوبغاړو ته ټګۍ له امله پنځه، پنځه کاله سزا ورکړای شوې

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر نجم سيټهي هيله ښوولې چې د پاکستان تېز بالر محمد عامر به ډېر ژر بېرته کرېکټ ته ستون شي.

ده چې د کرېکټ د نړیوالې شورا په غونډه کې له ګډون وروسته په لاهور کې يوه خبري کنفرانس ته دغه څرګندونې کولې وويل، چې پاکستان به د (بګ تري) يا د کرېکټ د دريو سترو هېوادود مصوبه په دې شرط لاسليک کړي، چې د پاکستان کرېکټ د پرمختګ لپاره ډاډ ورکړای شي.

انګلستان، استراليا او هند هغه هېوادونه دي، چې د نړۍ د کرېکټ ستر هېوادونه (بګ تري) بلل کېږي.

ښاغلي سيټهي په لوبه کې د ټګ تېز بالر محمد عامر په اړه چې د بند پنځه کاله سزا ورکړای شوې وويل چې دغه مساله يې د کرېکټ په نړیواله شورا کې راپورته کړې ده.

دی وايي يوه نوې کمېټه جوړه شوې چې په جون مياشت کې به د محمد عامر په قضيه له سره کتنه وکړي.

ده هیله وښوده چې د محمد عامر سزا به له پنځو نه څلورو کلونو ته راښکته شي.

په ۲۰۱۰ کال کې د برتانيا د دورې پر مهال د پاکستان دريو لوبغاړو محمد عامر، محمد اصف او سلمان بټ ته په کرېکت کې د ټګۍ له تورونو وروسته په پنځه، پنځه کاله بند محکوم شول.

دوی ته د ورکړای شوې سزا دغه موده په ۲۰۱۵ کال کې پوره کېږي.

که په جون مياشت کې د محمد عامر سزا يو کال راکمه شي او څلور کاله شي، نو هغه سمدلاسه کولای شي چې کرېکټ وکړي.

نجم سيټهي دا هم وويل چې راتلونکی کال به پاکستان د کرېکټ د نړیوالې شورا مشر ټاکي.

ده وويل چې د کرېکټ د نړیوالې شورا په غونډه کې يې د اتو راتلونکو کلونو لپاره د پاکستان په کورنيو او بهرنيو دورو خبرې وکړې.

ده زياته کړه له هند سره يې هم د کرېکټ د دورو په اړه په ليکلي ډول لاسليک کړی او اوس خبره يوازې د هند د کرېکټ بورډ منلو يا ردولو ته پاتې ده.

ده خبريالانو ته وويل چې د (بګ تري) پر لايحې لاسليک نه کولو پاکستان ګوښی کړی او د دې يوازيتوب د پای ته رسولو لپاره له ټولو سره ليده کاته اړين دي.

ورته مطالب