افغان کرېکټ لوبډله به سريلانکا کې لوبېږي

Image caption افغان کرېکټ لوبډله له نړیوال جام يوه مياشت وړاندې استراليا ته ځي

د سريلانکا کرېکټ بورډ د افغانستان کرېکټ لوبډلې سره سږکال په سريلانکا کې نړیوالو لوبو ترسره کېدو ته چمتووالی ښوولی دی.

د افغانستان کرېکټ روزونکي کبيرخان بي بي سي ته ويلي چې د سږکال په جولای کې د پاکستان لوبډله سريلانکا ته تلونکې ده او په دغه دوره کې به افغان لوبډله له پاکستان او سریلانکا سره لوبې وکړي.

کبير خان ويلي چې په دې لړ کې د سريلانکا کرېکټ بورډ چمتووالی ښوولی او د پاکستان له کرېکټ بورډ سره هم خبرې روانې دي.

کبير خان ويلي هغسې چې په متحد عرب اماراتو کې د استراليا لوبډلې له پاکستان سره د لوبو پر مهال له افغانستان سره يوه نړیواله يو ورځنۍ لوبه وکړه، که سريلانکا او پاکستان له افغانستان سره يوه، يوه لوبه هم وکړي، دا به يې لوبډلې ته خورا په ګټه وي.

ده ويلي چې د افغانستان کرېکټ لوبډله سږکال د ويسټ انډيز په دوره ځي او دغلته به د ويسټ انډيز له الف لوبډلې او آيرلنډ سره لوبې وکړي.

د افغانستان کرېکت روزونکي ويلي چې افغان لوبډله به له نړیوال جام لوبو يوه مياشت مخکې کينبرا ته ولاړه شي او هلته به تمرين کوي.

دی وايي له دې پرته د کرېکټ نړیوالې شورا هم دوی ته له نړیوال جام لوبو وړاندې د استراليا د دورې پلان جوړ کړی دی.

کبير خان دا هم ويلي دي، چې د افغانستان کرېکټ بورډ راتلونکې لپاره د بېټنګ په برخه کې روزونکي ته اړتيا لري.

ده ويلي په کراچۍ ښار کې د روزنيز کمپ جوړېدو موخه دا ده چې د کراچۍ او کوالالمپور موسم يو شان دی.

د افغانستان کرېکټ روزونکي په لومړي سر کې په کوالالمپور کې د روزنيز کمپ د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو هلته اجازه ور نه کړای شوه.

ده هیله وښوده چې د کرېکت د نړیوالې شورا له دغو لوبو وروسته به د ۲۰ لوبغاړو يوه ډله جوړه کړي، چې له هغوی به د نړیوال جام لوبغاړي وټاکي.

ورته مطالب