د مانچستر سيټي لوبغاړي تر ټولو ډېره حق الزحمه اخلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسپانيا فوټبال کلب ريال مادريد او د همدې هېواد بل کلب بارسلونا په پنځم او شپږ لمبر راځي

د يوه نوي راپور له مخې د انګلستان د مانچستر سيټي فوټبال کلب لوبغاړي په نړۍ کې تر ټولو د ډېرې حق الزحمې اخيستونکي لوبغاړي دي.

د سپورت يوې ادارې په نوي خپاره شوي راپور کې ويل شوي، چې د مانچسټر سيټي کلب لوبغاړو ته په منځني ډول په کال کې ۵،۳ ميليونه پونډه ورکول کېږي، چې په يوه اوونۍ کې ۱۰۰زره پونډه کېږي.

د انګلستان پريمير ليګ کلب مانچستر سيټي په ۲۰۰۸ کال کې د ابوظبۍ ګروپ اخيستی.

دغه ګروپ په امريکا کې د بېسبال ليګ د دوو سترو لوبډلو نيويارک يينکيز او (ال اې) ډوجرز کلبونو لوبغاړو ته هم ډېرې پيسې ورکوي.

له مانچسټر سيټي وروسته په نوملړ کې د نيويارک يينکيز او (ال اې) ډوجرز لوبډلې ځای لري.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرې پيسې ترلاسه کوونکو لومړنيو ۱۰ کلبونو کې شپږ د فوټبال، دوه د باسکټبال او دوه د بېسبال دي.

د اسپانيا د فوټبال کلب ريال مادريد او د همدې هېواد بل کلب بارسلونا په پنځم او شپږ لمبر راځي.

د لاليګا د دغو لوبډلو لوبغاړي په اوسط ډول په کال کې ۴،۹ ميليونه پونډه حق الزحمه اخلي.

اتم ځای د انګلستان د پريمير ليګ اتله لوبډله مانچسټر يونايټېډ لري. دغه لوبډله چې اوس په پريمير ليګ کې اووم ځای لري د نوي مدير له امله له ستونزو سره مخامخ ده.

د سپورت ادارې د معلوماتو له مخې مانچسټر يونايټېډ خپلو لوبغاړو ته په کال کې په اوسط ډول ۴،۳ ميليونه پونډ ورکوي.

اداره وايي په دغه سروې کې يوازې د لوبغاړو تنخوا شامله ده او له نورو لارو د پيسو ترلاسه کول نه دي شامل شوي.

دغه سروې پر ۲۹۴ لوبډلو شوې او په کې د ۱۲ هېوادونو ۱۵ بېلابېل ليګونه او اووه نړیوالې لوبې شمېرل شوې دي.

ورته مطالب