فوټبال: ريال مادريد د چمپينز ليګ پایلوبې ته ووت

د انځور حقوق AFP
Image caption دويمه نيمه پايلوبه د چلسي او اتليټيکو مادريد ترمنځ په لېزبن کې ترسره کېږي

د ريال مادريد فوټبال لوبډلې په نيمه پایلوبه کې د جرمني بايرن مونيخ ته څلور صفر ماتې ورکړه او د چمپينز ليګ پايلوبې ته ووته.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې ريال مادريد د چمپينز ليګ سياليو پایلوبې ته وځي.

د دغې لوبې ډېره برخه د ريال مادريد په ولکه کې وه او بايرن ميونيخ لوبډلې ته يې د لوبې ډېر لږ چانس ورکړ.

د بايرن مونيخ پروړاندې د ريال مادريد لوبډلې لپاره دوه ګولونه سرجيو راموس او دوه نور کرسټيانو رونالډو وکړل.

بايرين مونيخ تېر کال بارسلونا ته په دغو سياليو کې اووه ګولونه ورکړل او په پایلوبه کې يې د جرمني يوې بلې لوبډلې بورسيا ته په ماتې ورکولو د پنځم ځل لپاره چمپينز ليګ اتلولي خپله کړه.

د ريال مادريد له لوري لومړی ګول سرجيو په شپاړسمه دقيقه کې وکړ او لا پنځه دقيقې نه وې تېرې چې دويم ګول يې وکړ.

د سرجيو دغو دوو ګولونو د بايرن ميونيخ لوبډله وارخطا کړه او هڅه يې کوله چې پر لوبه ولکه پيدا کړي، خو ريال مادريد چانس نه ورکاوه.

د ريال مادريد لپاره دريم ګول رونالډو په ۳۴مه دقيقه کې وکړ، چې تر لومړۍ نيمايي پورې لوبه درې صفر د ريال مادريد په ګټه روانه وه.

تر لومړۍ نیمايي وروسته ريال مادريد هڅه کوله چې د خپلو ګولونو شمېر نور هم لوړ کړي، خو د ټولو هڅو سره سره يې ايله يو بل ګول هم کړ.

د لوبې ۸۹يمه دقيقه وه چې د ريال مادريد وتلي ستوري رونالډو په دغه لوبه کې خپل دويم ګول وکړ او په دې سره ریال مادرید بايرن ميونيخ ته څلور دصفر ماتې ورکړه.

دويمه نيمه پايلوبه د چلسي او اتليټيکو مادريد ترمنځ په لېزبن کې ترسره کېږي.

ورته مطالب