وان ګال: "غواړم د مانچسټر یونایټډ روزونکی شم"

Image caption لویس وان ګال تر دې وړاندې د اتلو اروپایي کلبونو بارسلونا او بایرن میونېخ روزونکی هم پاتې شوی

د هالنډ د ملي فوټبال روزونکي لویس وان ګال ویلي چې غواړي د انګلستان د مخکښ لیګ لوبډلې مانچسټر یونایټډ مشري په غاړه واخلي.

نوموړی آن د سر الیکس فرګسن له ګوښه کېدو وروسته دې دندې ته یو مخکښ کاندید و خو مانچسټر یونایټډ هغه وخت د ایورټن پخوانی روزونکی ډیوېډ مویز د روزونکي په توګه وټاکه.

بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي وان ګال وویل

(( زه به ډیر خوښ شم چې د مانچسټر یونایټډ روزونکی شم. زما په آند دغې دندې ته زه غوره کاندید یم. دې کې شک نشته چې مانچسټر یونایټډ د نړۍ یو له سترو کلبونو څخه دی))

نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې وویل چې لا تر اوسه کوم جوړجاړي ته سره نه دي رسېدلي.

تر دې وړاندې د وان ګال تر څنګ د بایرن میونېخ مشر پېپ ګارډیولا، د ریال مادرید مشر کارلو انسېلاتي او د بروسیا ډروټمنډ مشر جرګن کلاپ هم د مانچسټر یونایټډ د روزونکي دندې ته کاندیدان و.

داسې ګنګوسي دي چې د مانچسټر یونایټډ کلب به د روانې اونۍ په پای کې په دې اړه رسمي اعلان وکړي خو د کلب مشرانو لا له وړاندې د دې امکان رد کړی.

وان ګال ویلي که چېرته دې دندې ته وهم ټاکل شي، بیا به هم د فوټبال نړیوال جام تر پای ته رسېدو پورې د هالنډ روزونکی پاتې شي.

نوموړي وویل چې د فوټبال تر نړیوال جامه به د خپل پلان سره سم د هالنډ روزونکی وي او تر هغې وروسته به خپلې نوې دندې ته ورشي.

مانچسټر یونایټډ د ډیوېډ مویز تر شړلو وروسته د کلب پخواني اتل لوبغاړي ریان ګېګز ته د لوبیز کال تر پایه د روزونکي دنده وسپارله.

ورته مطالب