مانچستر سيټي د انګلش پريمير ليګ اتل شو

د انځور حقوق AP
Image caption د لوبې د دويمې نيمايي په لومړيو کې کومپني دويم ګول وواهه

مانچستر سيټي د ۲۰۱۳ـ ۱۴ فصل په وروستۍ لوبه کې وېسټ هيم ته ماتې ورکړه او په دريو کلونو کې يې د دويم ځل لپاره د پريمير ليګ جام وګاټه.

د اتل کېدو لپاره مانچستر سيټي ته يوازې د لوبې برابرول په کار و، خو دوی په خپل لوبغالي کې مخالفې لوبډلې ته دوه صفر ماتې ورکړه.

د لوبې ۳۹ دقيقه وه، چې سمير نصري ګول وواهه او مانچستر سيټي يې مخکې کړ او د لوبې د دويمې نيمايي په لومړيو کې کومپني دا برتري يو پر دوه کړ.

مانچستر سيټي د لوبې تر پايه دغه بريا وساتله او په دې فصل کې يې په ۳۸ لوبو کې د ۸۶ پواينټونو/ نومرو په اخيستو يې د انګلستان پرېمير ليګ سيالۍ وګټلې.

دا د انګلستان د فوټبال په تاريخ کې څلورم او د انګلستان پرېمير ليګ له پيله دويم ځل دی چې مانچستر سيټي اتل کېږي.

تر دې وړاندې دغه فوټبال کلب د ۱۹۳۶ـ۳۷ او ۱۹۶۷ـ ۶۸ د فوټبال فرسټ ډويژن سيالۍ او ۲۰۱۱ـ ۱۲ فصل کې پريمير ليګ لوبې ګټلې دي.

د مانچستر سيټي د کلب مدير او روزونکي مينويل پيليګريني لا له وړاندې د خپلې لوبډلې د بري هيله څرګنده کړې وه.

ده ویلي و: ''زه غواړم چې لوبډله دغه سيالي وګټي. موږ يوازې د يوې نومرې د ترلاسه کولو لپاره فکر نه کوو، بلکې د لوبې د ګټلو په فکر کې يو او د دې لپاره ښه لار دا ده چې موږ هغسې ولوبېږو، چې تل لوبېدلي يوو''.

د فوټبال د دې فصل دويم مقام د ۸۴ نومرو په خپلولو سره ليورپول ترلاسه کړل.

دغې لوبډلې په خپله وروستۍ سيالۍ کې نيوکاسل ته د يوه ګول په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.

ورته مطالب